په اسلامی ایران ګوزار،دامریکادبهرنی سیاست یوه سټراټژی ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i62317-په_اسلامی_ایران_ګوزار_دامریکادبهرنی_سیاست_یوه_سټراټژی_ده
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې نن سبا دهغه په سیاستونو د اعتراضونو په علت د دغه هیواد په رسنیو سختې نیوکې کوی ،، په خپل یوه ټولنیز پیغام کې ئې د ولس حقوقو ته د ایران دحکومت داحترام کولو غوښتنه کړې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 31, 2017 01:09 Asia/Kabul
  • په اسلامی ایران ګوزار،دامریکادبهرنی سیاست یوه سټراټژی ده

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې نن سبا دهغه په سیاستونو د اعتراضونو په علت د دغه هیواد په رسنیو سختې نیوکې کوی ،، په خپل یوه ټولنیز پیغام کې ئې د ولس حقوقو ته د ایران دحکومت داحترام کولو غوښتنه کړې ده .

  دمینځنی ختیځ دچارو یوه کارپوه  سید هادی افقهی  بیګا  د  ایران  پریس   خبری چینل له خبریال سره په خبرو کې   دایران په چارو کې د امریکا لاسوهنې   په اسلامی ایران د ګوزار کولو لپاره  د واشنګټن د بهرنی سیاست یوه اصلی سټراټژی وبلله او وې وئیل  ، امریکا  دایران داسلامی انقلاب له بری وروسته  تل  دتهران په ضد   دغلیمانه سیاستونو په  خپلولو  سره ،  داسلامی جمهوری نظام   دنابودولو لپاره  په هلوځلو پسې  ده .

دامریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ  چې  نن  سبا  دهغه په سیاستونو  د اعتراضونو په علت  د دغه هیواد  په رسنیو سختې نیوکې کوی ،،  په  خپل یوه ټولنیز پیغام کې  ئې   د ولس حقوقو ته د ایران دحکومت داحترام  کولو غوښتنه کړې ده .

  سید  هادی افقهی   وئیلی دی ،  ا مریکا  د ۲۰۰۹کال  په انتخاباتو کې د درغلۍ ،  دګرانۍ دبحث ، له ترهه ګرۍ د ایران دملاتړ ، دایټمی فعالیتونو  او  دسیمې دهیوادونو په چارو کې  د ایران  دلاسوهنې  پشمول  په بیلابیلو پلمو   دایران په داخلی چارو کې د  لاسوهنې هڅه کوی .

 د مینځنی ختیځ  دچارو دغه کارپیژاند  ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران په ضد دامریکا نقشې ، دسیسې ، اقدامات او تاکتیکونه  په  مختلفو  مرحلو کې بدلیږی ، روښانه کړې ،   دې ځل امریکا  دګرانۍ د بحث  په مطرح کولو سره ، د ایران په داخل کې  د تاؤتریخوالی د رامینځةکولو  هڅه  کوی ، حال دا چې  دایران د اقتصادی  مشکلاتو او ګرانۍ یو اصلی عامل  همدغه امریکا ده .   افقهی  ټینګار کړی ،   دامریکا او   د اروپائی هیوادونو ، صهونیسټی رژیم او  دفارس خلیج  دځینو مرتجعو  هیوادونو   او دهغو په سر کې دسعودی عربستان پشمول د  هغې دمتحدانو  اصلی  موخه ،  له ایران سره  دجنګ اعلان دی .