دایران هوښیار ولس اوپولیسو دبلواګرو په وړاندې ښه عمل کړی
په انګلستان کې د اسلامی ایران سفیر حمید بعیدی نژاد هم نن پخپل ټولنیز چینل کې دیوه پیغام په خپرولو سره له بلوه ګرو په ملاتړ کې د لویدیځوالو په دوه ګوڼو معیارونو په سختو نیوکو سره ، د تاؤتریخجنو بلواؤ په مخنیوی کې د حکومتونو په فوری اقدام او د رسنیو په مسئولانه چلند ټینګار کړی دی .
دایران د اسلامی جمهوریت دپولیسو قوماندان سردار تورن جنرال حسین اشتری هم نن په یولړ څرګندونو کې په ایرن کې دوروستیو بلواؤ ته په اشارې سره وئیلی دی ، دایران هوښیار ولس اوپولیسو د بلواګرو په وړاندې ښه عمل کړی او توانیدلی دی ، داسلامی انقلاب ضد ډ لې کنټرول کړی .
هغه همداراز ووئیل په تیرو څو ورځو کې په ایران کې د اقتصادی مشکلاتو په چورلیزتو بسره یو شمیر غونډې او اعتراضی مظاهرې شوی دی ، او انقلاب ضد ډلو ورځینی سملاسی له دغې فضا په ناوړه ا ستفادې سره داعتراضونو په څپو په سواریدو سره بلواؤ ته مخه کړې ، خو دایران هوښیار او ځیر ولس ډیر زر له هغوی خپلې کرښې جلاکړی او یو ځل بیا ئې ناکام کړی دی . سردار اشتری زیاته کړې یو هغه دلیل چې داسلامی انقلاب دښمنانو او مخالفو ډلګۍ غواړی ، دایران امنیت ته تاوان ورسوی ، دایران د اسلامی جمهوریت مثال ورکونکی امنیت دی .
همدرااز په انګلستان کې د اسلامی ایران سفیر حمید بعیدی نژاد هم نن پخپل ټولنیز چینل کې دیوه پیغام په خپرولو سره له بلوه ګرو په ملاتړ کې د لویدیځوالو په دوه ګوڼو معیارونو په سختو نیوکو سره ، د تاؤتریخجنو بلواؤ په مخنیوی کې د حکومتونو په فوری اقدام او د رسنیو په مسئولانه چلند ټینګار کړی دی . بعیدی نژاد زیاته کړې ، ټول حکومتونه او خبری او ټولنیزې رسانۍ هم باید مسئولانه عمل وکړی او تاؤتریخجنو بلواؤ ته دې لمن نه وهی .
په ایران کې د وروستیو بلواؤ او ورانکاریو په خلاف نړیوال انعکاسونه هم هماغه راز دوام لری ، د عراق د ولسمشر مرستیال نوری مالکی او د دغه هیواد دپارلیمان دمشر مرستیال همام حمودی او دغه راز یوشمیر نور عراقی چارواکو او دلبنان د حزب ا...،ولسی غورځنګ دعمومی منشی شیخ نعیم قاسم دایران په ضد بهرنۍ دسیسې ماته خوړلی بللی او دایران په چارو کې ئې هرډول بهرنۍ لاسوهنې په کلکه محکومې کړی دی .
دوی په جلاجلا خبرتیاؤ کې وئیلی ، دحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په هوښیارې آوځیرې رهبرۍ ، ددوی په دوراندیشۍ اوحکمت او دغه راز دایران دملت په کلک هوډ اوارادې سره دایران د اسلامی جمهوری نظام په ضد داخلی اوبهرنۍ دسیسې شنډیږی . دوی همداراز په ایران کې وروستۍ بلواوې د امریکال اواسرائیلو پلانونه وبلل او ټیڼګار ئې کړی ، دغه دسیسې دسیمې د هیوادوننو له ناکراره کولو او د ګډوډیو له رامینځةکولو پرته بل هیڅ هدف نه لری چې دسیمې دهوښیارو او ځیرو حکومتونو اوملتونو په غږملتیااو ځیرتیا سره به په بشپړ ډول ناکامې شی .