دایران په بلواو کښې داروپا یو ښاریز نیول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i62623-دایران_په_بلواو_کښې_داروپا_یو_ښاریز_نیول_شوی
دایران په لویدیځ کښې د بروجرد ولسوالۍ د عدلیې مشر حمید رضا ابوالحسنی پرون له تسنیم خبری اژانس سره په مرکه کښې په وروستیو بلواو کښې د اروپا دیوه (۱)ښاریز دنیول کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 01:14 Asia/Kabul
  • د اروپا دغه ښاریز د جاسوسۍ ادارو لخوا روزل شوی دی .
    د اروپا دغه ښاریز د جاسوسۍ ادارو لخوا روزل شوی دی .

دایران په لویدیځ کښې د بروجرد ولسوالۍ د عدلیې مشر حمید رضا ابوالحسنی پرون له تسنیم خبری اژانس سره په مرکه کښې په وروستیو بلواو کښې د اروپا دیوه (۱)ښاریز دنیول کیدا خبر ورکړ .

هغه وویل د اروپا دغه ښاریز چې دبلواګرو په هدایتولو او مشرۍ کولو کښې یې مهم رول پرغاړه درلود په اروپا کښې د جاسوسۍ ادارو لخوا روزل شوی دی .

دغه راز دایران داساسی قانون د ساتندویه شورا سیکرټر ایت الله احمد جنتی په تیرو څو ورځو کښې بلواوې د پردیو د پلانونې نتیجه وبللې .

هغه وویل له بلواګرو د سعودی عربستان، امریکا، اسرائیلو او د انګلستان په شان دایران قسم خوړولو دښمانانو ملاتړ وښودله چې هغوې دایران  د مسلمانو خلکو د وحدت د داغی کولوهڅه کوی .

ایت الله جنتی دایران دانقلابی خلکو چې په خپله خوښه داسلامی جمهوریت نظام ددفاع لپاره ډګر ته راووتل او ددښمانانو دسیسه یې شنډه کړه قدرونه وکړه .