اسلامی ایران یوسیمه ایز اواغیزشیندونکی نړیوال قدرت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i62651-اسلامی_ایران_یوسیمه_ایز_اواغیزشیندونکی_نړیوال_قدرت_دی
علی اکبر ولایتی د طالبانو ، القاعدې او داعش په څیر د ترهه ګرو ډ لو دراپنځولو موخه د اسلام ددښمنانو له خوا د داهل بیت عصمت اوطهارت علیهم السلام دپیروکارو له اعتقاداتو سره مقابله بللې او روښانه ئې کړې ده ، د دغو ترهه ګرو ډلو سرغنې داسلام د دین په خلاف د یوه بل مذهب په جوړولو پسې وو،خو یوازې اسلامی مبارزې ډلې وتوانیدې دهغوی مقابل کې ودریږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 08:52 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران یوسیمه ایز اواغیزشیندونکی نړیوال قدرت دی

علی اکبر ولایتی د طالبانو ، القاعدې او داعش په څیر د ترهه ګرو ډ لو دراپنځولو موخه د اسلام ددښمنانو له خوا د داهل بیت عصمت اوطهارت علیهم السلام دپیروکارو له اعتقاداتو سره مقابله بللې او روښانه ئې کړې ده ، د دغو ترهه ګرو ډلو سرغنې داسلام د دین په خلاف د یوه بل مذهب په جوړولو پسې وو،خو یوازې اسلامی مبارزې ډلې وتوانیدې دهغوی مقابل کې ودریږی .

زمونږخبریال راپورراکړ په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب  دمعظم لارښود   سلاکار  علی اکبر ولایتی  بیګا په قم سپیڅلی ښار کې د :اسلامی انقلاب ، دسیمې  بدلونونه او راتلونکی لرلید ؛ نومې  سیمنار کې  کې پخپلې  وینا کې ووئیل  داسلامی انقلاب اوسنی ظرفیَتونو  دایران اسلامی جمهوریت   دسیمې په لومړنی  او  په نړیوال ډګر کې په اغیزشیندونکی قدرت بدل کړی دی .

 ولایتی  دغه راز زیاته کړې ،  ایران  دخپل سیمه ایز قدرت  په ساتلو  سره  او  د دښمنانو په  ناکامۍ سره ،  د داعش ترهه ګرې ډلې  دیرغلونو اونفوذ  خنډ شوی دی .

 په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار   دایران سیمه ایز قدرت   له اهل بیت   علیهم السلام  څخه د پیروۍ نتیجه بللې او وئیلی ئې دی ،  د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  په مقابل کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس لښکر ، حیدریون،زینبیون اوفاطمیون  ځواکونو  مقاومت او مقابله  هم  له اهل بیت علیهم السلام څخه دپیروۍ  په علت  وه .

 علی اکبر ولایتی   د طالبانو ، القاعدې او داعش په څیر د ترهه ګرو ډ لو  دراپنځولو  موخه  د اسلام ددښمنانو  له خوا د  داهل بیت  عصمت اوطهارت علیهم السلام  دپیروکارو  له اعتقاداتو سره مقابله  بللې او  روښانه  ئې کړې  ده ،  د دغو ترهه ګرو ډلو سرغنې  داسلام د دین  په خلاف   د یوه بل مذهب په جوړولو پسې وو،خو  یوازې اسلامی مبارزې ډلې  وتوانیدې دهغوی  مقابل کې ودریږی .

   هغه ه مداراز  په عراق او سورئې کې د  ولسی مبارزو ډلو او دایران  چورلیزی رول  ته هم اشاره وکړه او وې وئیل   ایران  په سیمې کې  د  تکفیری ترهه ګرو ډلو  اوصهونیسټ رژیم د  نفوذ  دمخنیوی او دګټو ددفاع لپاره  شتون  درلود.  هغه په عین حال  کې ووئیل  د اسلامی ایران له یو موټیکیدا څخه د ګاونډیو هیوادونو  اوسنی ملاتړ  دایران داسلامی جمهوریت دمرکزی قدرت  نتیجه ده .