اسلامی ایران یوسیمه ایز اواغیزشیندونکی نړیوال قدرت دی
علی اکبر ولایتی د طالبانو ، القاعدې او داعش په څیر د ترهه ګرو ډ لو دراپنځولو موخه د اسلام ددښمنانو له خوا د داهل بیت عصمت اوطهارت علیهم السلام دپیروکارو له اعتقاداتو سره مقابله بللې او روښانه ئې کړې ده ، د دغو ترهه ګرو ډلو سرغنې داسلام د دین په خلاف د یوه بل مذهب په جوړولو پسې وو،خو یوازې اسلامی مبارزې ډلې وتوانیدې دهغوی مقابل کې ودریږی .
زمونږخبریال راپورراکړ په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی بیګا په قم سپیڅلی ښار کې د :اسلامی انقلاب ، دسیمې بدلونونه او راتلونکی لرلید ؛ نومې سیمنار کې کې پخپلې وینا کې ووئیل داسلامی انقلاب اوسنی ظرفیَتونو دایران اسلامی جمهوریت دسیمې په لومړنی او په نړیوال ډګر کې په اغیزشیندونکی قدرت بدل کړی دی .
ولایتی دغه راز زیاته کړې ، ایران دخپل سیمه ایز قدرت په ساتلو سره او د دښمنانو په ناکامۍ سره ، د داعش ترهه ګرې ډلې دیرغلونو اونفوذ خنډ شوی دی .
په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار دایران سیمه ایز قدرت له اهل بیت علیهم السلام څخه د پیروۍ نتیجه بللې او وئیلی ئې دی ، د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په مقابل کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس لښکر ، حیدریون،زینبیون اوفاطمیون ځواکونو مقاومت او مقابله هم له اهل بیت علیهم السلام څخه دپیروۍ په علت وه .
علی اکبر ولایتی د طالبانو ، القاعدې او داعش په څیر د ترهه ګرو ډ لو دراپنځولو موخه د اسلام ددښمنانو له خوا د داهل بیت عصمت اوطهارت علیهم السلام دپیروکارو له اعتقاداتو سره مقابله بللې او روښانه ئې کړې ده ، د دغو ترهه ګرو ډلو سرغنې داسلام د دین په خلاف د یوه بل مذهب په جوړولو پسې وو،خو یوازې اسلامی مبارزې ډلې وتوانیدې دهغوی مقابل کې ودریږی .
هغه ه مداراز په عراق او سورئې کې د ولسی مبارزو ډلو او دایران چورلیزی رول ته هم اشاره وکړه او وې وئیل ایران په سیمې کې د تکفیری ترهه ګرو ډلو اوصهونیسټ رژیم د نفوذ دمخنیوی او دګټو ددفاع لپاره شتون درلود. هغه په عین حال کې ووئیل د اسلامی ایران له یو موټیکیدا څخه د ګاونډیو هیوادونو اوسنی ملاتړ دایران داسلامی جمهوریت دمرکزی قدرت نتیجه ده .