سعودی عربستان دایران دناامنه کولو هڅه کوی .
-
دایران ملت تراوسه په ځلونو د امریکا او دهغې دمتحدانو پلانونه شنډ کړی دی .
دایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او دملی امنیت دکمیسیون نائب رئیس کمال دهقانی له« ایسنا» خبری اژانس سره په مرکه کښې په دې خبرې ټینګار سره چې سعودی عربستان په سیمه کښې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم سیاستونه تعقیبوی وویل عربستان د ایران د ناامنه کولو هڅه کوی .
هغه وویل سعودی عربستان د قومی او قبایلی اختلافاتو د رامینځته کولو او له ترهګرو ډلو دملاتړ په شمول په بیلابیلو رودو سره دایران د اسلامی جمهوریت د ناامنه کولوکوشش کوی .
دایران داسلامی شورا د بهرنی سیاست او دملی امنیت دکمیسیون نائب مشرکمال دهقانی دایران په وروستیو بلواو کښې د سعودی عربستان رول ته په اشارې سره وویل دسعودی عربستان رژیم رسنیو هم د امریکا او دصهیونیسټ رژیم له رسنیو سره غږمله ډیرې هڅې وکړې دغه بلواوې سترې وښی او دایران حالات خراب وښیی .
کمال دهقانی دې ته په اشارې سره چې دایران اسلامی جمهوریت د سعودی عربستان په اپوټه امریکا او صهیونیسټ رژیم د مسلمانانو لومړی لمبر دښمانان ګڼی ټینګار وکړ دایران او داسلامی نړۍ په وړاندې د سعودی عربستان، دصهیونیسټ رژیم او دامریکا د چورلیز اقدامات په ماتی محکوم دی .
دایران ملت تراوسه په ځلونو د امریکا او دهغې دمتحدانو پلانونه شنډ کړی دی .