د اسلامی ایران خلکو نن ستر لاریونونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i62741-د_اسلامی_ایران_خلکو_نن_ستر_لاریونونه_وکړل
زمونږخبریال وایی داسلامی ایران خلکو نن دجمعې له لمانځه وروسته دپلازمینې تهران په شمول دهیواد په بیلابیلوښارونو کښې په پراخو لاریونونو سره د بلواګرو وروستی اقدامات په کلکه وغندل او له فتنه اچونکو سره یې د جدی چلند غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2018 12:25 Asia/Kabul
  • د بلواګرو فرصت غواړو او ددښمانانو له نوي دسیسې څخه خپله کرکه او غصه څرګنده کړه .
    د بلواګرو فرصت غواړو او ددښمانانو له نوي دسیسې څخه خپله کرکه او غصه څرګنده کړه .

زمونږخبریال وایی داسلامی ایران خلکو نن دجمعې له لمانځه وروسته دپلازمینې تهران په شمول دهیواد په بیلابیلوښارونو کښې په پراخو لاریونونو سره د بلواګرو وروستی اقدامات په کلکه وغندل او له فتنه اچونکو سره یې د جدی چلند غوښتنه وکړه .

دټول اسلامی ایران خلکو نن په داسې حال کښې چې په لاسونو کښې یې پلې کارډونه او بینرونه چې له اسلامی جمهوریت څخه  د ملاتړ او دامریکا اودهغې د ملګرو له فتنو سره په مقابلې دټینګار شعارونه ورباندې لیکل شوی وو  لیږدول مړه دې امریکا ، مړ دې ال سعود او مړ دې اسرائیل شعارونه ورکړل او ددغو هیوادونو بیرغونه یې وسوځول .

داسلامی ایران خلکو له فتنو سره په مقابلې کښې دملت په هوښیارتیا ، بصیرت او وحدت ټینګار وکړ او ډاګینه یې کړه دوې تل د ولایت دحریم او د شهیدانود وینې ساتونکی دی او بدغواړو ته به د خوځښت اجازه ورنکړی .

دامریکا ، صهیونیسټ رژیم او د سعودی عربستان چارواکو او پردیو رسنیو دایران  دخلکو له غونډو په ناوړه استفادې سره هڅه وکړه دغه غونډې د ګډوډۍ او دبلواو درامینځته کولو په لاره کښې هدایت کړی خو  دایران ملت په تیرې چهارشنبې او پنجشنبې ورځو اونن  دهیواد په بیلابیلو ښارونو کښې په پراخو لاریونو سره دعمومی مالونو په ورانولو  کښې د بلواګرو فرصت غواړو او ددښمانانو له نوی دسیسې څخه خپله کرکه او غصه څرګنده کړه .