ظریف له بروکسله تهران ته راستون شو
په بروکسل کښې د ظریف د سلامشورو چورلیز د برجام موضوع او د ایټمي موافقې په وړاندې پر خپلو ژمنو د امریکې پابندي نه کول وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې میرمن فډریکا موګریني په بلنه د دوه اړخیزو او څو اړخیزو خبرواترو لپاره بروکسل ته تللی و، پرون مازیګر له بروکسل څخه تهران ته راروان شو.
محمد جواد ظریف بروکسل ته په خپل یو ورځني سفر کښې د جرمني، بریطانیې او فرانسې له خارجه وزیرانو او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئولې سره له ګڼو څو اړخیزو غونډو نه علاوه د فرانسې له خارجه وزیر ژان ایو لوډریان، له جرمن خارجه وزیر زیګمار ګابریل او د بریطانیه د بهرنیو چارو له وزیر بوریس جانسن او همداشان د بیلجیم له خارجه وزیر او میرمن موګریني سره دوه اړخیز ملاقاتونه هم وکړل.
په بروکسل کښې د ظریف د سلامشورو چورلیز د برجام موضوع او د ایټمي موافقې په وړاندې پر خپلو ژمنو د امریکې پابندي نه کول وو.
د ویلو ده چې ایران او د بریطانیې، فرانسې، روسیې، چین، امریکې او جرمني په شمول ۵+۱ ډلې ترمینځ ایټمي موافقه د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ میاشتې اجرايي شوې خو د امریکې حکومت د دغې ډلې د یو غړي په توګه تل د برجام (ایټمي موافقې) په اجرا کښې خپل لوظونه ماتوي.