کلتوري خبرې اترې د ټولو یو امنیتي او حیاتي ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i63309-کلتوري_خبرې_اترې_د_ټولو_یو_امنیتي_او_حیاتي_ضرورت_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر کلتوري خبرې اترې د ټولو لپاره یو امنیتي او حیاتي ضرورت وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2018 12:18 Asia/Kabul
  • کلتوري خبرې اترې د ټولو یو امنیتي او حیاتي ضرورت دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر کلتوري خبرې اترې د ټولو لپاره یو امنیتي او حیاتي ضرورت وباله.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف نن په تهران کښې د آسیايي کلتوري خبرواترو په وړومبۍ غونډه کښې وویل: آسیا لویه وچه د ډول ډول کلتورونو او تفکراتو او همداشان په نړیواله ټولنه کښې د تمدن ځانګو ده.

ظریف زیاته کړه: لرغونې لویه وچه لکه څنګه آسیا په نړیواله ټولنه کښې په دې نوم پيژندله کیږي، د تفکر، فلسفې، خبرواترو او ګډ درک زیږنځای پاتې شوی خو ډیره د خواشینۍ خبره ده چې همدا آسیا نن سبا د کړکیچ، نښتې او پراخو وژلو په مرکز بدله شوې چې له مختلفو آسیايي لیدتوګو او نظریاتو او کلتوري او اعتقادي اصولو سره ډیره زیاته او مهمه فاصله لري.