کلتوري خبرې اترې د ټولو یو امنیتي او حیاتي ضرورت دی
Jan 13, 2018 12:18 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر کلتوري خبرې اترې د ټولو لپاره یو امنیتي او حیاتي ضرورت وباله.
د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف نن په تهران کښې د آسیايي کلتوري خبرواترو په وړومبۍ غونډه کښې وویل: آسیا لویه وچه د ډول ډول کلتورونو او تفکراتو او همداشان په نړیواله ټولنه کښې د تمدن ځانګو ده.
ظریف زیاته کړه: لرغونې لویه وچه لکه څنګه آسیا په نړیواله ټولنه کښې په دې نوم پيژندله کیږي، د تفکر، فلسفې، خبرواترو او ګډ درک زیږنځای پاتې شوی خو ډیره د خواشینۍ خبره ده چې همدا آسیا نن سبا د کړکیچ، نښتې او پراخو وژلو په مرکز بدله شوې چې له مختلفو آسیايي لیدتوګو او نظریاتو او کلتوري او اعتقادي اصولو سره ډیره زیاته او مهمه فاصله لري.
ټیګونه