دسپیڅلی دفاع د وخت مبارزان دمقاومت دجبهې بیلګه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i63683-دسپیڅلی_دفاع_د_وخت_مبارزان_دمقاومت_دجبهې_بیلګه_دی
سردار سلیمانی وئیلی دی،د هغه صهونیسټ رژیم په مقابل کې دایران په اقتدار او عزت سره د دریدا علت ، چې څه دپاسه درې سوه ایټمی خولۍ او د وارمخکې جنګ سټراټژی لری ، دخپلو مبارزانو اوسربازانو پر شتون سربیره ، نور هغه سربازان وو چې په نورو سیمو کې ئې د صهونیسټ رژیم مخه نیولې ، همداراز د تکفیری او ترهه ګرو ډلو به وړاندې د مقاومت دچورلیز په بریالیتوب سره نړۍ ساه اخستې او له انسانی لحاظه دغه بریالیتوب ، هیڅ ډول بیّه نشی کیښودل کیدلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2018 10:42 Asia/Kabul
  • دسپیڅلی دفاع د وخت مبارزان دمقاومت دجبهې بیلګه دی

سردار سلیمانی وئیلی دی،د هغه صهونیسټ رژیم په مقابل کې دایران په اقتدار او عزت سره د دریدا علت ، چې څه دپاسه درې سوه ایټمی خولۍ او د وارمخکې جنګ سټراټژی لری ، دخپلو مبارزانو اوسربازانو پر شتون سربیره ، نور هغه سربازان وو چې په نورو سیمو کې ئې د صهونیسټ رژیم مخه نیولې ، همداراز د تکفیری او ترهه ګرو ډلو به وړاندې د مقاومت دچورلیز په بریالیتوب سره نړۍ ساه اخستې او له انسانی لحاظه دغه بریالیتوب ، هیڅ ډول بیّه نشی کیښودل کیدلی .

زمونږ خبریال راپورراکړ  دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د قدس  ځواک  قوماندان سردار  قاسم سلیمانی  ددې خبرې په کولو سره چې  نړیوال  د ایران دملت د بچیانو او د تکفیری  بهیر په وړاندې د تشیَع  دبریالیتوب پامته داره دی ، ووئیل ؛  دسپیڅلی دفاع د پړاؤ او د حرم  دفاع  کونکو نننیو شهیدانو ،  داسلام ،تشیعّ، دجمهوری اسلامی نظام ، دایران ملت او حتی نړۍ لپاره   ستر بریالیتوبونه ډالۍ کړی دی .سردار قاسم سلیمانی   دباطل په ضد د حق په جبهو کې  دحرم د مدافعانو  سرښیندنې او قربانیو ته په اشارې سره  ووئیل ، نن سبا  د دښمنانو ډیرو دسیسو  د اسلامی انقلاب  دمعظم لارښود  په حکیمانه رهبرۍ سره  ماته خوړلې  او  دمقاومت جبهه  له بل هر وخته زیاته  پراخه شوې ده .

   دسپاه قدس  قوماندان  له صهونیست رژیم  سره  مقابله او دفلسطین دمظلوم ولس ملاتړ   دایران   دملت یوه دینی اوانقلابی  دنده وبلله او روښانه ئې کړې ده ،   دسورئې په جبهې کې  د مقاومت دچورلیز  بریالیتوب،دیوې سترې دسیسې او  دهغو کسانو له نظره ، چې  د دغې د سیسې ترشا  ولاړ وو،له یوې پیښې سره  هم د  پرتلې وړ  نه  دی  .  