نن لویدیځو ځوانانو ته د معظم رهبر د وړومبي لیک کلیزه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i63895-نن_لویدیځو_ځوانانو_ته_د_معظم_رهبر_د_وړومبي_لیک_کلیزه_ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اروپا او شمالي امریکا ځوانانو ته په خپل وړومبي لیک کښې د اسلام خلاف د پراخې پروپاګنډا د علتونو په څیړنې او د اسلام د دین په هکله د نیغ په نیغه او بې له واسطې پيژندنې په ضرورت ټینګار کړی و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2018 15:59 Asia/Kabul
  • نن لویدیځو ځوانانو ته د معظم رهبر د وړومبي لیک کلیزه ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اروپا او شمالي امریکا ځوانانو ته په خپل وړومبي لیک کښې د اسلام خلاف د پراخې پروپاګنډا د علتونو په څیړنې او د اسلام د دین په هکله د نیغ په نیغه او بې له واسطې پيژندنې په ضرورت ټینګار کړی و.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۲۱ نیټه د فرانسې له پيښو او په یوه فرانسوۍ مجله کښې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي کونکو تصویرونو له خپریدو او همداشان د لویدیځو رسنیو او چارواکو لخوا له اسلامه د ویرونې او د اسلامي ضده بهیر له سختیدو وروسته په اروپا او شمالي امریکې کښې ځوانانو ته په خطاب کښې یو مهم لیک کښې څرګنده کړه: د اسلام خلاف د دې پراخې پروپاګنډا او تورونو د انګیزو په هکله تحقیق او پوښتنه وکړئ او د منفي تبلیغاتو او له وخته د مخکښې قضاوتونو د سیلاب په غبرګون کښې هڅه وکړئ چې د دې دین په هکله مستقیم او بې له واسطې شناخت ترلاسه کړئ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د همدغه یعنې ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۲۹ نیټه هم د لویدیځو ځوانانو په نوم په یو بل پرانیستي لیک کښې، د دغه لیک د لیکلو انګیزه هغه ترخې پيښې وبللې چې ړندې ترهګرۍ د نومبر د همهغه کال د نومبر په دیارلسمه نیټه په فرانسه کښې رامینځته کړې.