داسرائیلو دالوتکو شتون د عربستان د ذلت نښه ده
-
امریکا، سعودي عربستان او صهیونیسټ رژیم تراوسه دیمن دخلکو دمقاومت په وجه په دغه هیواد کښې خپلو هدفونو ته نه دي رسیدلي .
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک د قدس څانګې د قوماندان ځاې ناستی «اسماعیل قاانی» ډاګینه کړه دیمن په فضا کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګی الوتکو شتون د سعودی رژیم د چارواکو د ذلت نښه ده .
اسماعیل قاانی نن په تهران کښې د الاقصی جومات د ازادۍ او د مقاومت دچورلیز دبریالیتوب په غونډې کښې دصهیونیسټ رژیم په وړاندې د ځینو عربو هیوادونو د مشرانو سستۍ ته په اشارې سره وویل دغه عرب مشران دقدس له نیواکګر رژیم سره د سازباز کوشش کوی .
هغه د فلسطین له خلکو د ایران داسلامی جمهوریت ملاتړونو ته په اشارې سره وویل په ایران کښې د اسلامی پرتمینه انقلاب په بریالیتوب سره د فلسطین د دفاع کولو بنسټ لا پسې پیاوړی شو .
له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د ځینو عربو هیوادونو دمشرانو هڅه په داسې حال کښې ده چې دغه رژیم کلونه کلونه کیږی د فلسطینیانو په ځپلو سربیره ډیرې عربی او اسلامی سیمې نیولی دی .
سعودی عربستان د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې له ځمکې ، هوا او سمندر څخه د یمن پرضد پوځی تیری پیل کړی چې اوس هم دوام لری .
په یمن کښې دسعودی عربستان جنګ غوښتنې تراوسه په لسګونو زره خلک مړه او ژوبل کړی او په میلیونو خلک یې کډوال کړی هم دی .
دسعودی عربستان پوځی تیری دیمن بې وزله هیواد د درملو او خواړو له سخت کمښت سره مخ کړی دی او په دغه هیواد کښې ډیرې ناروغیانې هم خپرې شوی دی .
امریکا، سعودی عربستان او صهیونیسټ رژیم تراوسه دیمن دخلکو دمقاومت په وجه په دغه هیواد کښې خپلو هدفونو ته نه دی رسیدلی .