که اروپا ژمنه ماته کړي، ایټمي موافقه هم ختمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i64375-که_اروپا_ژمنه_ماته_کړي_ایټمي_موافقه_هم_ختمیږي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: اروپا د ژمنې په ماتولو سره، له ایران سره ایټمي موافقه نه شي ساتلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2018 10:23 Asia/Kabul
  • که اروپا ژمنه ماته کړي، ایټمي موافقه هم ختمیږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: اروپا د ژمنې په ماتولو سره، له ایران سره ایټمي موافقه نه شي ساتلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: اروپا د ژمنې په ماتولو سره، له ایران سره ایټمي موافقه نه شي ساتلې.

محمد جواد ظریف له جرمن سیاستوال، جنرلسټ او لیکوال یورګن تودِنوفر سره په خبرو کښې زیاته کړه: د اروپا بنیادي دریځ دا دی چې د ایټمي موافقې په لړ کښې یوځل بیا مذاکره نه ده پکار او دا چې د دې معاملې د ټولو مفادو پوره پوره خیال ساتل شوی او د تهران هیله هم دا ده چې اروپا پر دې موافقې پابنده وي.

د ایران خارجه وزیر همداشان ټینګار وکړ: اروپا له دې حقیقته ګټه پورته کوی شي چې ایټمي معامله د اروپايي ډیپلماسۍ محصول دی او که د دې محصول د چخڼي کولو او خلاف ورزۍ هڅه وکړي نو په حقیقت کښې به یې هغه برقراره نه وي ساتل شوې.

ظریف همداشان د ایران د توغندوي توان په هکله وویل: ایران د سیمې د نورو هیوادونو په پرتله، په وسلو ترټولو کمه بودجه لګوي او د ایران د توغندويو واټن د هغو توغندویو په پرتله ډیر کم دی چې نن سبا د عربستان په شمول په سیمه کښې موجود دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: عربستان له یوې لوې وچې څخه د بل براعظم ویشتونکي چیني بالیسټک توغندي په واک کښې لري چې همدا اوس دوه نیم زره کیلومیټره واټن ویشتی شي خو د دغو توغندیو اصلي واټن دولس زره کیلومیټرو ته رسیږي.