داسلامی انقلاب پیغام خپلواکی اوله نړۍ سره دعادلانه اړیکو ټینګول دی
د ایران اسلامی انقلاب د امریکا د لاسوهنوپه وسیله او ددینی اومذهبی احساساتو په چخڼی کولو سره دایران د ملت دسپکاویو په دلیل بریالی شو،داسلامی انقلاب پیغام د سیمې اونړۍ هیوادونو ته د یوه حکومتی ماډل صادرول او دسیمې په هیوادونو تیری نه ؤ.
زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې ددیره دنورو هیوادونو دسفیرانو او دنمایندګیو او ا ورګانونو له مشرانو سره په کتنې کې پخپلې وینا کې د ایران داسلامی انقلاب پیغام خپلواکی ، دایران په چارو کې دلاسوهنې لپاره بل چاته داجازت نه ورکول او له نړۍ سره د عادلانه اومنصفانه اړیکو ټینګول وبلل اوددې خبرې په کولو سره چې نهه دیرش کاله مخکې اسلامی انقلاب د امریکا د لاسوهنوپه وسیله او ددینی اومذهبی احساساتو په چخڼی کولو سره دایران د ملت دسپکاویو په دلیل بریالی شو، ووئیل،داسلامی انقلاب پیغام دسیمې اونړۍ هیوادونو ته د یوه حکومتی ماډل صادرول او دسیمې په هیوادونو تیری نه ؤ.
ډاکټر روحانی ددې خبرې په کولو سره چې په نوی پیراډایم کې دمینځنی ختیځ هیوادونه له بده مرغه دنړیوال اقتصاد کړۍ ته وارد شوی دی ، ووئیل ، ایران د باسواده ، انسانی ځواک ، دلوړامنیت، وحدت او دوستانه اړیکو او له بیلابیلو مذهبونو اوقومونو سره سوله ایز ګډ ژوند د درلودلو په دلیل،نوی پیراډایم ته د مینځنی ختیځ( د واردیدا لپاره یوه ستره دروازه کیدلی شی .
داسلامی ایران په دې په ټینګار سره چې تهران دسیمې دشخړو حل لاره یوازې سیاسی خبرې اترې ګڼی روښآنه کړه ، بهرنۍ لاسوهنې ، پوځی حل لارې او د وسلو خورول د مشکلاتو دحل لپاره مناسبه حل لاره نه ده ، او باید دسیمې مشکلاتو اوشخړې دخبرواترو او سیاسی رودو له لارې په بشپړ امنیت او ثبات سره حل شی . ډاکټر حسن روحانی همداراز جامعه ایټمی موافقه دنړۍ دمشکلاتو دحل لپاره هم یوه سوله ایز کړچار وباله او وې وئیل ، که دجامعې ایټمی موافقې لوری په تیره بیا امریکا خپلو ژمنو ته بشپړ پابنده ووسی ، نو په سیمې اونړۍ کې به لاښې سیاسی اړیکې او لازیات امن واکمن شی . که جامعه ایټمی موافقه په بشپړ ډول اجرا او عملیاتی شوی وائ ، نو ایران ددې لپاره چې له نورو سره په مهمو اوپیچلو مسئلو کې خبرواترو ته وارد شی ،تیار ؤ، خو که امریکا دجامعې ایټمی موافقې په وړاندې کومه تیروتنه وکړی ، نو ډیر زیات تاوانونه به ووینی او ایران دمناسبو حل لارو په درلودلو سره ، هغو شرائطو لپاره هم تیار دی .