ایران له اروپايي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړي
د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي سیاست له ټولو اروپايي هیوادونو سره د متقابل احترام په اساس د اړیکو ټینګول او پراخول دي.
علاء الدین بروجردي پرون په تهران کښې د اروپايي پارلیمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر ډیوډ مک الیسټر په کتنه کښې زیاته کړه: که په ځینو پړاونو کښې د ایران او اروپا د اړیکو د کچې ټیټیدل لیدل شوي هم دي نو د هغو پریکړو په وجه وو چې په اروپا کښې د امریکې د سیاستونو تراغیزې لاندې غوره شوې دي.
هغه همداشان په سیمه کښې د امنیت د ټینګښټ او پياوړتیا، د ایټمي موافقې د ساتنې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې د ایران او اروپا ګډو لیدتوګو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: ایران له اروپايي هیوادونو سره د هراړخیزو ملګرتیا د پراختیا هرکلی کوي او باوري دی چې دواړه لوري په زیاتره برخو کښې ګډې ګټې لري.
ښاغلي بروجردي د برجام (ایټمي موافقې) د اجرا په لړ کښې د امریکې د ولسمشر د وروستیو خنډ اچونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: که امریکا د برجام د مفادو خلاف ورزي کول وغواړي نو د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو ګټو په اساس عمل وکړي او مقابل لوري دې پوه شي چې برجام په هیڅ ډول شرایطو کښې د بدلون یا بیاځلې مذاکرې وړ نه دی.
په دغه کتنه کښې د اروپا د پارلیمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ډیویډ مک الیسټر هم د ایران او اروپا د پارلیمانونو د لازیاتو خبرواترو په هرکلي سره وویل: د ایران او اروپا په ملګرتیا کښې مشترکې ګټې شته چې د دواړو لورو په همکارۍ سره باید ترلاسه شي.
هغه همداشان د ایټمي موافقې له اجرا څخه د اروپايي اتحادیې او پارلیمان هراړخیز ملاتړ ته په اشارې سره وویل: برجام د نړیوالې صلحې او ثبات د ټینګښت لپاره یو ګټه ور سند دی او اروپا د ټولو لورو لخوا د هغه د بشپړې اجرا ملاتړ کوي.