په ایټمي موافقه کښې د بیا خبرواترو هیڅ امکان نشته
د ایران او روسیې مرستیال خارجه وزیرانو د دوه اړخیزو مسائلو او د برجام د اجرا د وروستي بهیر په هکله خبرې اترې وکړې.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال عباس عراقچي د روسیې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر سرګئي ریابکوف سره د کتنې ترڅنګ د برجام په هکله وویل: له نورو سره د امریکې اړیکې د ایران لپاره هیڅ اهمیت نه لري خو د ایران دریځ دا دی چې برجام (ایټمي موافقه) بې له یو ټکي کمي یا زیاتي باید اجرا شي.
هغه څرګنده کړه چې د برجام په هکله یوځل بیا د هیڅ خبرواترو امکان نشته او په دې هکله د ایران، روسیې، چین او دریو اروپايي هیوادونو دریځ هم روښانه دی.
عباس عراقچي همداشان د روسیې د خارجه وزیر له مرستیال سره د شویو خبرواترو د محتوا په هکله هم وویل: روسیه د برجام یوه جدي ملاتړې ده او د ایټمي مذاکراتو او د ایټمي موافقې د اجرا کیدو په لړ کښې یې ډیره مرسته کړې ده او هیله ده چې د دواړو هیوادونو په سلامشورو سره په مختلفو کچو د ایران او روسیې ګټې تامینې شي.
د ویلو ده چې د روسیې د مرستیال خارجه وزیر سرګئي ریابکوف د ایران او روسیې ترمینځ د پړایزې سلامشورې لپاره تهران ته راغلی دی.