لاریجانی په یمن او بحرین کې د لویدیځ په کړچار نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65611-لاریجانی_په_یمن_او_بحرین_کې_د_لویدیځ_په_کړچار_نیوکه_وکړه
اروپا څرنګه په بحرین کې د بشری حقوقو مسلې توجیهولې شی ، جوته کړه ایا دا کومه معنا لری چی په بحرین کې یو شمیر کسان د راې حق ولرلې شی او یو شمیر هم د راې حق ونلرلې شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2018 16:58 Asia/Kabul
  • لاریجانی په یمن او بحرین کې د لویدیځ   په کړچار نیوکه وکړه

اروپا څرنګه په بحرین کې د بشری حقوقو مسلې توجیهولې شی ، جوته کړه ایا دا کومه معنا لری چی په بحرین کې یو شمیر کسان د راې حق ولرلې شی او یو شمیر هم د راې حق ونلرلې شی

د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر لاریجانی د دې خبرې په کولو سره چی د اروپایانو ځینې کړچار حیرانونکی دی وویل په یمن کې خلک وژنی او په روغتونونو او ښونځیو حملې کوی ، خو ځینې اروپایی هیوادونه عربستان ته وسلې ورکوی .

ډاکټر علی  لاریجانی نن په تهران کې د اروپا د پارلیمان د بهرنی کمیټۍ له مشرډیویډ مک السټر سره په کتنه کې د دې پوښتنې په مطرحولو سره چی اروپا څرنګه په بحرین کې د بشری حقوقو مسلې توجیهولې شی ، جوته کړه  ایا دا کومه معنا لری چی په بحرین کې یو شمیر کسان د راې حق ولرلې شی او یو شمیر هم د راې حق ونلرلې شی . لاریجانی ددې خبرې په کولو سره چی ځینې  اروپایی هیوادونه عربستانه ته وسلې ورکوی او د بحرین له رژیم ملاتړ کوی ، زیاته کړه  دا جوته نده چی د اروپایی بشری حقوقو له نطره پعه یمن او بحرین کې جنایتونه څرنګه توجیه کیږی .

 

د اروپا د پارلیمان د بهرنی کمیټۍ مشرډیویډ مک السټر هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی د اسیا د لویدیځ د سیمې مسلې پیچلی  دی ، ادعا وکړه اروپایی اتحادیه  یمن ته دقیقه کتنه لری او په دغه هیواد کې انسانی کړکیچ درک کوی او په یمن کې د ښکیلو ځواکونو لپاره د وسلو د ورلیږلو اجازه نه ورکوی .