ایران په سیمې باندې د سلطې تکل نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65875-ایران_په_سیمې_باندې_د_سلطې_تکل_نه_کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: ستر قدرتونه او د هغوي سیمه ایز انډیوالان ایران تورنوي حال دا چې ایران د یوې پياوړې سیمې غوښتونکی دی او په سیمې د سلطې ترلاسه کولو په لټه کښې نه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2018 16:49 Asia/Kabul
  • ایران په سیمې باندې د سلطې تکل نه کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: ستر قدرتونه او د هغوي سیمه ایز انډیوالان ایران تورنوي حال دا چې ایران د یوې پياوړې سیمې غوښتونکی دی او په سیمې د سلطې ترلاسه کولو په لټه کښې نه دی.

محمد جواد ظریف نن د میونیخ په امنیتي غونډه کښې، په دغه غونډه کښې د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو ایراني ضده څرګندونې د کارټون سرکس وباله او زیاته یې کړه: په لبنان باندې د اسرائیلو یرغل، د فلسطین غیرقانوني نیواک او په سوریې باندې یې هره ورځ بریدونه روان دي او دې رژیم پر خپلو ټولو ګاونډیانو تیری کړی دی او د سوریې د ځمکنیو او هوايي حدودو خلاف ورزي یې د معمول کار دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: څو ورځې مخکښې د اسرائیلو د جنګي الوتکې نسکوریدو ثابته کړه چې د اسرائیلو د رژیم ماتې نه منونکې افسانه له مینځه تللې ده.

ظریف همداشان په دې خبرې سره چې د داعش ماتې د افراط پالنې د ختمیدو په معنا نه ده، څرګنده کړه: د افراط پالنې جرړه ایز دلایل په تیره بیا د ختمولو او نفرت شیندلو تفکر همهغه شان دوام لري او ممکنه ده یو بل وخت په یو بل ځاې کښې سر راپورته کړي.

هغه امنیته په سیمه ایزې ملګرتیا پورې پیئلی وباله او ویې ویل: ایران له ۵+۱ ډلې سره د ایټمي موافقې له اجرايي کیدو وروسته د سیمه ایزو خبرواترو د یوې ټولګې د جوړولو وړاندیز وکړ ځکه چې دا د سیمې له اوسني خواشینونکي حالته د وتنې لپاره یوازنی بدیله لاره ده.

هغه همداشان وویل: که سعودي عربستان له ایران سره جدي خبرواترو ته مینه ولري نو باوري یو چې د ایران او عربستان ترمینځ هیڅ کړکیچ نشته.

هغه همداشان ټینګار وکړ چې ایران به د برجام د خلاف ورزۍ په بڼه کښې داسې ځواب ورکړي چې د دغې موافقې خلاف ورزي کونکی لوری به پښیمانه شي.

ښاغلي ظریف د برجام په چوکاټ کښې پر خپلو ژمنو د ایران د اسلامي جمهوریت پابندۍ ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم له غولونکي کوشش سره سره به برجام وساتلی شي.