ظریف په سیمه کښې د امنیت او ثبات په ټینګښت ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65883-ظریف_په_سیمه_کښې_د_امنیت_او_ثبات_په_ټینګښت_ټینګار_وکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په سیمه کښې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2018 08:26 Asia/Kabul
  • ظریف په سیمه کښې د امنیت او ثبات په ټینګښت ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په سیمه کښې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف نن سهار په (والدای) غونډه کښې د ګډون په موخه د روسیې پلازمینې ماسکو ته له رسیدو سره سم، دغه غونډه په سیمه کښې د امنیت او ټکاؤ د رامینځته کیدو د ضرورت په هکله د ایران د لیدتوګو د وړاندې کولو لپاره یو فرصت وباله او ټینګار یې وکړ: په سوریې کښې د امریکې شتون ډیرې خطرناکې مرحلې ته رسیدلی دی.

ظریف دې ټکي ته په اشارې سره چې امریکایان د سوریې ځینې برخې نیول غواړي، وویل: امریکا د سوریې له ځینو اقلیتونو څخه د خپل پوځ د پلي یونټونو په توګه اوزاري استفاده کوي.

محمد جواد ظریف زیاته کړه: ایران او روسیه باوري دي، هغه څه چې په سیمه کښې یو سټراټيجک ګواښ دی، په سیمه کښې د امریکې شتون او هغه سیاستونه دي واشنګټن یې تعقیبوي.

د روسیې د والدای کلیزه غونډه نن پیلیږي چې د ایران خارجه وزیر پکښې د ګډون لپاره د جرمني له میونیخ څخه نیغ ماسکو لاړ.