د ایران او اروپا د سیاسي تګ راتګونو نوی پړاؤ
تهران نن د دوو اروپايي چارواکو کوربه دی. د هالینډ د بهرنیو چارو وزیر زیګریټ کاګ له ایراني چارواکو سره د لیدوکتو په موخه بیګا تهران ته راورسید. له دې سفر سره هممهاله د اسپانیا خارجه وزیر الفانسو ډاسټیس هم نن په تهران کښې له ایراني چارواکو سره د دوه اخیزو اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله خبرې اترې کوي.
له دې سفر سره هممهاله د اسپانیا خارجه وزیر الفانسو ډاسټیس هم نن په تهران کښې له ایراني چارواکو سره د دوه اخیزو اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله خبرې اترې کوي. د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر تهران ته د رارسیدو په وخت وویل: ماډریډ له ایران سره د خپلو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په ترڅ کښې له دې هیواد سره د سیاسي سلامشورو مکانزم هم پراخوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان هم نن وویل چې په څو راتلونکو ورځو کښې به ایران ته سفر وکړي.
په عین حال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال سید عباس عراقچي د یو سیاسي پلاوي په مشرۍ د ایران او انګلستان په سیاسي خبرواترو کښې د ګډون په موخه لندن ته تللی دی. ټاکل شوې چې هغه د لندن په چټم هاؤس فکر خونې کښې ګډون هم وکړي.
دا تګ راتګونه د دوه اړخیز، سیمه ایز او نړیوالو اړخونو ډیر د اهمیت وړ دي ځکه چې د ایران او اروپايي هیوادونو په اړیکو کښې د مهمو بدلونونو پیلامه ګرځیدی شي. د برجام (ایټمي موافقې) د خرابولو لپاره د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کارړنګونکو تحرکاتو یوه کال کیږي او لاهم د ایران او اروپايي هیوادونو ترمینځ د فاصلې رامینځته کولو لپراه د امریکا دباؤنه روان دي. که څه هم اروپايي اتحادیې تراوسه ښودلې چې د ټرمپ په غوښتنه له برجامه ترلاسه شوې ګټې له لاسه ورکړي، خو د برجام د فرعي مسائلو په وړاندې دریځنیونو کښې یې کوم خاص شفافیت هم نه دی ښودلی.
(کارنګي) نومې پوهنکور په یوه شننه کښې لیکي: ایران د اروپا لپاره یو ښه فرصت دی او اروپا نه غواړي چې دا فرصت له لاسه ورکړي.
په عین حال کښې د اروپايي اتحادیې ځیني هیوادونه سره له دې چې د سیمې د امنیت او ثبات په ساتنه کښې د ایران په مهم رول ټینګار کوي، د ایران خلاف د امریکې له ادعاؤ سره همغږي کوي او د ایران د توغندوي توان په ګواښ ښودلو کښې یې چې په نورو هیوادونو پورې هیڅ اړه نه لري، ورته تفسیرونه کړي دي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي پرون د ایران د توغندوي دفاع له پروګرامه د فرانسې او انګلستان د خارجه وزیرانو د اندیښنې څرګندولو په ترڅ کښې دغه څرګندونې له هیڅ ډول منطقي توجیه تشې وبللې او څرګنده یې کړه: ایران دا ډول غیراصولي دریځ غوره کول، غیرمسئولانه او شک راپارونکی وباله او هغه یې مردود وباله.
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي هم ویلي دي چې په برجام کښې د امریکې د ساتلو لپاره د دغه هیواد ولسمشر ټرمپ ته د امتیاز ورکولو لپاره د ځینو اروپایانو مشوره یوه بیخي غلطه مشوره ده او دا آیډیا به خامخا اپوټه نتیجه ورکړي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي څه موده مخکښې په یولړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ: اروپایان باید د برجام د خلاف ورزۍ په شمول د امریکې د حکومت د اقدماتو په وړاندې لکه د هغو بندیزونو په وړاندې ودریږي چې د کانګرس لخوا یې د لګیدو تمه کیږي او د ایران د دفاعي قدرت او په سیمه کښې د ایران د شتون په شان مسائلو کښې د امریکایانو له ملګرتیا ډډه وکړي ځکه چې مونږ د امریکې له زور وینو سره د اروپایانو همغږي بیخي نه منو.
په روانو حالاتو کښې داسې ښکاري چې د برجام ځیني اروپايي لوري، لاهم په خپلو دریځونو کښې په شک او دوه ډوله توب اخته دي چې دا وضعه له ایران سره د متعادلو اړیکو د لرلو لپاره ښه نه ده.
****/////////****