په بېلګرېډ کښې د ايران او صربيا د خارجه وزيرانو صلاح مشورې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66387-په_بېلګرېډ_کښې_د_ايران_او_صربيا_د_خارجه_وزيرانو_صلاح_مشورې
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير د سياسي، اقتصادي، کلتوري او پارلېماني په شمول په ټولو زمينو کښې له صربيا سره د تعلقاتو د پراختيا لپاره د تهران په چمتووالي تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2018 16:41 Asia/Kabul
  • په بېلګرېډ کښې د ايران او صربيا د خارجه وزيرانو صلاح مشورې

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير د سياسي، اقتصادي، کلتوري او پارلېماني په شمول په ټولو زمينو کښې له صربيا سره د تعلقاتو د پراختيا لپاره د تهران په چمتووالي تاکيد وکړ.

محمد جواد ظريف نن په بېلګرېډ کښې د صربيا له خارجه وزير اويټسا داچيچ سره په کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې له ايران څخه د کتنې لپاره د صربيا ولسمشر ته د ايران د ولسمشر پېغام يې راوړے دے وويل: د دواړو هېوادونو د ښاريزو لپاره د ويزو له لغو کېدو وروسته که د ايران او صربيا ترمېنځ نېغ په نېغه الوت هم برقرار شي نو د تهران او بېلګرېډ د تجارتي تعلقاتو له پراختيا سره به مرسته وکړي.

د ايران خارجه وزير همدارنګ د تېلو، ګېسو، پېټروکېميکل،معدنياتو، ارتباطاتو، کرهڼې او د نورو منصوبو حوزې د ايران او صربيا د ملګرتياو لپاره مناسبه زمينه وبلله.

اويويتسا داچيچ هم په دغه کتنه کښې له ايران سره د تعلقاتو پراختيا لپاره د خپل هېواد د چمتووالي په اعلانولو سره وويل: صربيا ته د ايران د تجارتي او اقتصادي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي تعلقاتو د پراختيا سبب کېدې شي.

د دواړو هېوادونو خارجه وزيرانو په دغه کتنه کښې د وو اړخيزو دفاعي، سائنس او ټېکنالوجۍ، کلتوري، هنري او پوهنتوني ملګرتيا په باره کښې خبرې اترې او د سيمه ايزو او نړيوالو بدلونونو په باره کښې صلاح مشورې وکړې.