ایران له صربیا سره د اړیکو د پراخولو نیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66451-ایران_له_صربیا_سره_د_اړیکو_د_پراخولو_نیت_لري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې ایران له صربیا سره د اړیکو د پراخولو نیت لري، په نړیوالو ټولنو کښې د دواړو هیوادونو په ملګرتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2018 15:40 Asia/Kabul
  • ایران له صربیا سره د اړیکو د پراخولو نیت لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې ایران له صربیا سره د اړیکو د پراخولو نیت لري، په نړیوالو ټولنو کښې د دواړو هیوادونو په ملګرتیا ټینګار وکړ.

محمد جواد ظریف نن په بلګراډ کښې د صربیا د پارلیمان د مشرې مایا ګویکوویچ په کتنه کښې په ټولو برخو په تیره بیا په اقتصادي او تجاري زمینه کښې د دواړو هیوادونو له مخ په ودې بهیره د خوښۍ په ښودلو سره د ایران او صربیا د پارلیماني ملګرتیاو د پراختیا هرکلی وکړ.

ظریف همداشان په روان میلادي کال کښې صربیا ته د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) د مشر علي لاریجاني د سفر خبر ورکړ.

په دغه کتنه کښې مایا ګویکوویچ هم د ایران او صربیا د اړیکو له پراختیا او ژورتیا د ملاتړ په ترڅ کښې د دواړو هیوادونو د پارلیماني ملګرتیاو د پراختیا غوښتنه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د صربیا د پارلیمان مشرې په دغه کتنه کښې همداشان د مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.

محمد جواد ظریف نن همداشان د صربیا له مرستیال وزیراعظم او  د تجارت، سیاحت او ارتباطاتو له وزیر راسیم لیائیچ سره هم ملاقات او خبرې اترې کړې.

دواړو چارواکو په دغه کتنه کښې د تهران او بلګراډ د سوداګري او اقتصادي اړیکو د مختلفو اړخونو او هم د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا د خنډونو او د هغو د لرې کولو د لاروچارو په هکله د نظر تبادله وکړه.