د ایران باور-۳۷۳ توغندوي سیسټم له ایس-۳۰۰ هم پرمختللی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66671-د_ایران_باور_۳۷۳_توغندوي_سیسټم_له_ایس_۳۰۰_هم_پرمختللی_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا(ص) دافع هوا مرکز قومندان وویل: (باور-۳۷۳) توغندوي سیسټم د ایران د ځوانو پوهانو په اډانې سره جوړ شوی او تیار کړی شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2018 02:08 Asia/Kabul
  • د ایران باور-۳۷۳ توغندوي سیسټم له ایس-۳۰۰ هم پرمختللی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا(ص) دافع هوا مرکز قومندان وویل: (باور-۳۷۳) توغندوي سیسټم د ایران د ځوانو پوهانو په اډانې سره جوړ شوی او تیار کړی شوی دی.

جنرال فرزاد اسماعیلي بیګا د ایران د سویل لویدیځ اهواز ښار د جواد الائمه جومات د شهیدانو د یاد لمانځنې په دستورو کښې زیاته کړه: د باور-۳۷۳ په نامه سټراټیجک میزائل سیسټم د ایران په ولس باندې د موجودو بندیزونو په سیوري کښې جوړ شوی دی.

هغه په دې خبرې سره چې یاد توغندوي سیسټم د کارنده توب له نظره له (ایس-۳۰۰) ډوله توغندوي سیسټمه بهتر دی، څرګنده کړه: د ایران د پوځ د هوايي دفاع ټیکنالوجي او تجهیزات ډیر غوره او ماډرن دي.

جنرال اسماعیلي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي انقلاب د خلکو په شتون سره بریا ته ورسید، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په خپلو خلکو سره د مقدسې دفاع په اته کلن پړاؤ کښې ټینګ ودریده او نن په پوره قدرت سره په خپله لاره روان دی.