هیڅوک د ایران په دفاعي چارو کښې د مداخلې حق نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66923-هیڅوک_د_ایران_په_دفاعي_چارو_کښې_د_مداخلې_حق_نه_لري
د ایران د خارجه وزیر مرستیال وویل: هیڅ کوم هیواد د ایران په دفاعي مسائلو کښې د لاسوهنې اجازه نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2018 15:54 Asia/Kabul
  • هیڅوک د ایران په دفاعي چارو کښې د مداخلې حق نه لري

د ایران د خارجه وزیر مرستیال وویل: هیڅ کوم هیواد د ایران په دفاعي مسائلو کښې د لاسوهنې اجازه نه لري.

حسین شیخ الاسلام د لبنان العهد خبري سایټ ته په مرکه کښې، ایران ته د فرانسې د خارجه وزیر د دوشنبې ورځې سفر او د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکو باندې یې اغیزې ته په اشارې سره زیاته کړه: فرانسه ونه توانیدله چې د امریکې او د نړیوالې صلحې خلاف د دغه هیواد د خطرناکو دریځونو په وړاندې ودریږي.

هغه زیاته کړه: کومو هیوادونو چې له ایران سره ایټمي موافقه لاسلیک کړې، د دې موافقې خلاف د امریکې له اقداماتو سره یې مقابله ونه کړه او دا د فرانسې د خلکو په زیان هم تمامیږي.

د ایران د خارجه وزیر سلاکار څرګنده کړه: امریکا د فرانسې له کمزورۍ استفاده کوي څو د ایران په اسلامي جمهوریت دباؤ راوړي حال دا چې ایران هیڅ هیواد ته د ځان په هکله د فیصلې کولو اجازه نه ورکوي.

د ویلو ده چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان پرون په تهران کښې د ایران له ولسمشر حسن روحاني، خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي علي شمخاني سره جلاجلا ملاقاتونه وکړل او د د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په باب یې ورسره خبرې اترې وکړې.