لندن کښې د ایران په سفارت تیري کونکي نیول شوي دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند په لندن کښې د ایران په سفارت باندې د تیري کونکو د نیول کیدو خبر ورکړ.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې بهرام قاسمي په دې خبرې سره چې په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارتخانې په بالکن باندې تیري کونکي کسان نیول شوي دي، د دې نمایشي لانجې د ختمیدو خبر ورکړ.
د اسلامي ایران د خارجه وزارت ویاند د دې کار د آمرانو او عاملانو د محاکمې او سزا کیدو غوښتونکی شو.
د ویلو ده چې یوه ډله کسانو چې ځانونه یې د شیرازي فرقې پلویان بلل، (د لندن په وخت) پرون مازیګر په دغه ښار کښې د ایران په سفارت تیری وکړ او د ایران د اسلامي جمهوریت د بیرغ سپکاوی یې وکړ.
د دې خبر له ترلاسه کیدو سمدستي وروسته د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال سید عباس عراقچي په تهران کښې د بریتانیا سفیر نیکلاس هاپټن ته د ایران د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض منقل کړ او د لندن د پولیسو لخوا د ایراني سفارتکارانو د بشپړې ساتنې او له یرغلګرو سره د پولیسو د سمدستي برخورد غوښتنه یې وکړه.
د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې هکله وویل: په تهران کښې د بریتانیا سفیر د خپل هیواد د حکومت د رسمي بخښنه غوښتنې په ابلاغ سره وویل: د لندن پولیس د پيښې ځاې ته رسیدلي او د حالاتو کنټرول یې په لاس کښې اخیستې دی.
په لندن کښې د ایران په سفارت باندې تیري کونکي چې چاقوان او متروکې ورسره وې، کابو درې ساعته وروسته د لندن د پولیسو په لاس ونیوی شول.
دغه بریدګر د شیرازي فرقې کسان و چې د انګریز شیعه و په نوم یادیږي او د سید صادق حسین شیرازي په نوم د یو کس تر تاثیر لاندې دي.
دا فرقه د اهل سنت مسلمانانو د مقدساتو سپکاوی هم کوي.