د بریتانیا حکومت باید ضمانت ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67251-د_بریتانیا_حکومت_باید_ضمانت_ورکړي
په لندن کښې د ایران سفیر وویل: د انګلستان حکومت باید د دې خبرې ضمانت ورکړي چې په لندن کښې چې د ایران په سفارت باندې د تیري برابر شوی پلان کنټرول شوی او نور د هغوي لخوا کوم ګواښ نشته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2018 15:29 Asia/Kabul
  • د بریتانیا حکومت باید ضمانت ورکړي

په لندن کښې د ایران سفیر وویل: د انګلستان حکومت باید د دې خبرې ضمانت ورکړي چې په لندن کښې چې د ایران په سفارت باندې د تیري برابر شوی پلان کنټرول شوی او نور د هغوي لخوا کوم ګواښ نشته.

د ایرنا د خبر له مخې په لندن کښې د ایران سفیر حمید بعیدي نژاد په انګلستان کښې د ایران پر سفارت د تیري د پیښې په هکله وویل: د دې پيښې سریزه جوړونه او په یو سفارت باندې تیری، له دې امله چې هم د کورنیو او هم د نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي ده، ښودنه کوي چې معترضانو په بشپړ چمتووالي او په بیخي معلومو اهدافو سره دا حمله کړې ده.

بعیدي نژاد له پیښې وروسته د لندن له پولیسو د تمې وړ دندو په هکله وویل: څلور ته اعتراض کونکي ونیوی شول خو پوښتنه دا ده چې نیول شوي کسان ولې دومره زر خوشي کړی شول.

هغه زیاته کړه: ټاکل شوې چې سبا د سفارت د حفاظتي او حقوقي برخې د کارکونکو او د انګلستان د پولیسو او خارجه وزارت د مختلفو برخو ترمینځ یوه غونډه وشي په انګلستان کښې د ایران په سفارت باندې د تیري وجوهات به پکښې وجاجول شي.