په آسټریا کښې د ایران د سفیر په کور حمله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67283-په_آسټریا_کښې_د_ایران_د_سفیر_په_کور_حمله_شوې
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې خبرې سره چې په آسټریا کښې د ایران د سفیر په کور باندې د برید کونکي کس هویت نه دی معلوم، وویل: د آسټریا پولیس د دې موضوع په څیړنه لګیا دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2018 09:18 Asia/Kabul
  • په آسټریا کښې د ایران د سفیر په کور حمله شوې

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې خبرې سره چې په آسټریا کښې د ایران د سفیر په کور باندې د برید کونکي کس هویت نه دی معلوم، وویل: د آسټریا پولیس د دې موضوع په څیړنه لګیا دي.

پرون مازیګر په آسټریا کښې د ایران د سفیر په کور باندې یو کس د سړې وسلې حمله کړې چې د سفیر د کور د ساتونکي لخوا شنډه کړی شوې او بریدګر وژل شوی دی.

په دې هکله د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې خبرې سره چې په آسټریا کښې د ایران د سفیر په کور باندې د برید کونکي کس هویت نه دی معلوم، وویل: د آسټریا پولیس د دې موضوع په څیړنه لګیا دي.

بهرام قاسمي نن ایسنا خبري آژانس ته په مرکه کښې څرګنده کړه: د ابتدایي رپورټونو له مخې بیګا ماښام یو ۲۶ کلن ځوان چې ظاهراً د آسټریا تابعیت لري، په سړې وسلې سره په آسټریا کښې د ایران د سفیر د کور په ساتونکي د چاقو حمله وکړه خو ساتونکي هم له زخمي کیدو وروسته په بریدګر ډزې وکړې او هغه یې ووژه.

قاسمي زیاته کړه چې له پيښې سمدستي وروسته د آسټریا پولیس ځواکونه سیمې ته ورسیدل او زخمي شوی ساتونکی هم د درملنې لپاره روغتون ته ورسول شو.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې خبرې سره چې په دې حمله کښې د ایران سفیر یا یې کور او کورنۍ ته هیڅ تاوان نه دی رسیدلی، څرګنده کړه: د آسټریا پولیس د دې حملې جاج اخلي او ټاکل شوې چې ډیر زر نور معلومات راکړي.