ایران د نوازشریف د مینځګړیتوب هرکلی کړی وو
-
مونږ به هیڅ هیواد ته اجازه ورنکړو چې د ایران خاوره د پاکستان پرضد استعمال شي .
زمونږ خبریال وایی دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د پاکستان د «جیونیوز ټیلی ویژن» په کیپیټل ټاک(Capital Talk) پروګرام کښې وویل پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د سعودی عربستان او د ایران ترمینځ د مینځګړیتوب کار پیل کړی وو او کله چې نوازشریف ایران ته راغی نو تهران دهغه دهڅو هرکلی وکړ
دایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل ایران په پاکستان کښې د جاسوسۍ په تور دنیول شوی کس کلبهوشن یادو په اړه چې څومره معلومات وو اسلام اباد ته ورکړی دی .
هغه دایران او د سعودی عربستان په اړیکو کښې دپاکستان درول په اړه وویل کله چې دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف سعودی عربستان ته لاړ او د ایران او د عربستان ترمینځ یې دمینځګړیتوب خبره وکړه نو عربستان دهغه دهڅې هرکلی ونکړ .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل ایران د پاکستان او دچین داقتصادی کوریډور(CPEC) هرکلی کوی او د ایران او دګازو د نل لیکې په پروژې کښې د چین شاملولو ته هم چمتو دی .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل دکشمیر د مسلې دحل لپاره تهران په راتلونکی کښې هم د اسانتیا برابرولو ته چمتو دی .
هغه زیاته کړه په تیرو څو ورځو کښې دوو(۲) ځان وژونکو ایران ته د ورتلو هڅه وکړه خو د پاکستان په مرستې سره مو دهغوې هڅه شنډه کړه .
دایران خارجه وزیرجواد ظریف وویل مونږ به هیڅ هیواد ته اجازه ورنکړو چې د ایران خاوره د پاکستان پرضد استعمال شی او زیاته ی کړه تهران د کلبهوشن یادو په اړه اسلام اباد ته ټول معلومات ورکړی دی .