اسلامی ایران په لویدیځی آسیا کې د ثبات او امنیت عامل دی
ایران دملی امنیت دشورا منشی روښانه کړې ، له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې او په سورئې او عراق کې د هغوی له سپیر وجوده په پاکونکې کې دایران ولس د عراق اوسورئې د ولسونو ترڅنګ ؤ او په حقیقت کې دایران اسلامی جمهوریت ثابته کړې ده ، چې دسیمې دتل پاتې امنیت اوثبات عامل دی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی نن دایران دجنوب لویدیځ شلمچه په نړیوالې پولې کې دسپیڅلی دفاع د پړاؤ د یو سل پنځلسو شهیدانو د تابوتونو ته د احترام کولو وروسته په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی ، هرچرته د سیمې ملتونه له مشکلاتو سره مخ شوی دی ، نو دا د ایران ولس دی چې له هغوی سره ئې مرستو ته دنګلی دی .
ایران دملی امنیت دشورا منشی روښانه کړې ، له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې او په سورئې او عراق کې د هغوی له سپیر وجوده په پاکونکې کې دایران ولس د عراق اوسورئې د ولسونو ترڅنګ ؤ او په حقیقت کې دایران اسلامی جمهوریت ثابته کړې ده ، چې دسیمې دتل پاتې امنیت اوثبات عامل دی .
دسپیڅلی دفاع دپړاؤ د یو سل پنځلسو شهیدانو پاک مړی نن د شلمچې له نړیوالې پولې داسلامی ایران خاورې ته راوړل شول . د دغو شهیدانو پاک مړی د دکتیبان ،زبیدات او بوارین عملیاتی سیمو کې موندل اوپیژندل شوی دی ..