دعربستان ولیعهد له دروغو پرته بل څه نه وایی
-
دیمن دخلکو مقاومت د عربستان خوب ورک کړی دی د خپل پوځ او داقتصاد په اړه لاپې مه وهي .
زمونږ خبریال وایی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی بیګا دسعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سپکاوی ډکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل د سلمان څرګندونې د ځواب ورکولو ارزښت نلری ځکه چې هغه له توهم څخه ډک خام فکر لری او له دروغ او ترخو خبرو پرته بل څه نه وایی .
دسعودی عربستان سرزوری او دیکتاتور ولیعهد محمد بن سلمان پرون دامریکا له سی بی ایس(CBS) ټیلی ویژن چینل سره په مرکه کښې دایران پرضد د تبلیغاتو او پروپاګنډو په دوام کښې دایران اسلامی جمهوریت چې تل دسیمې د مشکلاتو د هواری او له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره دښو اړیکو کوشش کوی خطرناک وباله .
محمد بن سلمان دغه راز وویل که چیرې ایران اټومی بم جوړ کړی عربستان به هم په چټکۍ سره اټومی بم جوړ کړی .
د ایران داټومی پروګرام په اړه دسعودی عربستان د باچا سلمان د زوی ولیعهد محمد بن سلمان دغه بې اساسه ادعاګانې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې ملګروملتونو، امنیت شورا او داټومی انرژۍ نړیوال اژانس تراوسه په ځلونو دایران داټومی فعالیتونو په صلح ایزوالی ټینګار کړی دی .
د سعودی عربستان ولیعهد دامریکا له سی بی ایس ټیلی ویژن سره په مرکه کښې ادعا وکړه د ایران پوځ د اسلامی نړۍ په پینځو (۵)سترو پوځونو کښې نه راځی او د عربستان اقتصاد د ایران له اقتصاد څخه ستر دی .
دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی په دې خبرې سره د ایران اسلامی جمهوریت د ټولو ګاونډیو هیوادونو ، دنړۍ د هیوادونو او د بیلابیلو ملتونو دهغوې دمساحت ، پوځی او اقتصادي قدرت او په خارج او داخل کښې دهغوې اعتبار ته پام کولو پرته احترام ته قائل دی وویل ایران تل د قوی هیواد پرځاې د قوی ، امنه او باثباته سیمې فکر کړی دی او له دې کبله دسیمې له هیوادونو په تیره بیا له ځینو بد فکره او ذیل کونکو دښمانانو سره دایران د اسلامی جمهوریت زغم ښودل او خبرو ته دهغوې وربلل د ایران د لرغونی تمدن او کلتور ، پوهې او تجربې له کبله د تدبیر او دعقلانیت او د کرامت په وجه دی .
دایران د باندنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی د سعودی عربستان د ولیعهد له غوصې ډکې او د پوهې نلرونکی څرګندونې د بدوی(Bedouin) جاهلیت یادونکی وبللې او ټینګار یې وکړ ښه خبره دا ده داسې هیواد(عربستان) چې څه دپاسه درې(۳) کاله کیږی د یمن دبې دفاع ، بې وسلې او تر کلابندۍ لاندې دخلکو په مقابل کښې په ګونډو شوی دی او دیمن دخلکو مقاومت د عربستان خوب ورک کړی دی د خپل پوځ او داقتصاد په اړه لاپې مه وهی او د ایران په شان د یوه (۱)قدرت هیواد په اړه خبرې مه کوی .