د عمان د بهرنیو چارو وزیر بیګا تهران ته راورسید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67565-د_عمان_د_بهرنیو_چارو_وزیر_بیګا_تهران_ته_راورسید
د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي په یو دوه ورځني سفر بیګا تهران ته راورسید.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 17, 2018 01:55 Asia/Kabul
  • د عمان د بهرنیو چارو وزیر بیګا تهران ته راورسید

د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي په یو دوه ورځني سفر بیګا تهران ته راورسید.

د ایرنا د خبر له مخې، د عمان خارجه وزیر له خپل ایراني همرتبه محمد جواد ظریف او همداشان د اسلامي ایران له ځینو نورو چارواکو سره د ملاقاتونو او د دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسائلو په هکله د نظر د تبادلې لپاره تهران ته راغلی دی.

د ایران خارجه وزیر هم په تیر مني کښې د فارس خلیج د سویلي څنډې هیوادونو ته په خپل سیمه ایز سفر کښې، عمان ته تللی و.