ایران ته د عمان دخارجه وزیر سفر اوسیمه ایزې سلامشورې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67597-ایران_ته_د_عمان_دخارجه_وزیر_سفر_اوسیمه_ایزې_سلامشورې
دغه سفر په داسې شرائطو کې دی ، چې دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په همداوروستیو څو ورځو کې په سیمه ایزو سفرونو کې په سیمه ایزه سویه کوتلی مشورې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 17, 2018 12:09 Asia/Kabul
  • ایران ته د عمان دخارجه وزیر سفر اوسیمه ایزې سلامشورې

دغه سفر په داسې شرائطو کې دی ، چې دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په همداوروستیو څو ورځو کې په سیمه ایزو سفرونو کې په سیمه ایزه سویه کوتلی مشورې کړی دی .

  دعمان خارجه وزیر  یوسف بن علوی بیګا د   دوو اړخیزواړیکو او د  سیمه ایزو  مسئلو   دارزونې  او مشورو په باب   دایران داسلامی جمهوریت  له چارواکو سره د لیدو او خبرواترو لپاره بیګا تهران ته راغلی دی .

  دغه سفر په داسې شرائطو کې دی ، چې  دایران خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  په همداوروستیو څو ورځو کې   په سیمه ایزو سفرونو کې  په سیمه ایزه  سویه کوتلی مشورې کړی دی .   پاکستان  ته   دایران دخارجه وزیر سفر اوسلامشورې ، په باکو کې د  ایران ،ترکیې وګرجستان اوآذربایجان جمهوریت د څلور خارجه وزیرانو څلور اړ خیزه ناسته او ورپسې  د سورئې د  خورا وروستیو  سیاسی او میدانی   بدلونونو د سپړلو  په خاطر په آستانې کې  د ایران ،روسیې اوقزاقستان  دخارجه وزیرانو  په ګډې غونډې کې شتون،  په دغو سفرونو اوسلامشورو کې د    محمد جواد ظریف  پرورګرامونه وو .  له دې سره په یووخت  هم  په ویانا کې  د جامعې ایټمی موافقې په اجرا کې  د امریکا  د کارړنګونو   د ارزونې په  چورلیز سره  د دغې موافقې  د ګډ کمیشن  غونډه  ترسره شوه چې  له ډیر اهمیّته برخمنه   ده .  عمان  دسیمه ایزو مسئلو  په زمینې کې  دایران  یو مشورتی لوری دی . دا موضوع هم   په تیره بیا دعمان لپاره چې  په ایټمی  خبرواترو کې ئې  دهلوځلو د کامیابولو لپاره   رول لوبولی دی ،  ډیر اهمیّت لری .

  دجامعې ایټمی موافقې  دګډ کمیشن  یولسمه غونډه  دجمعې په ورځې  دایران او ۵+۱ ډلې  د  پلاؤ او   اروپائی  اتحادئې د استازی په ګډون سره  د ا یران  دمرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچی او د اروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست دمسئولې   د مرستیالې میرمن  هلګا  شمیډ  په مشرۍ ترسره شوه .

  دغو بهیرونو ته په پام سره تهران ته د عمان د خارجه وزیر یوسف بن علوی  دسفر موخې،دوو مهمو موضوعګانو ته متوجه  دی .لومړۍ داچې   عمان  د ایران دیوه  جنوبی ګاونډی په توګه  له ایران سره  په لوړه سویه    سیمه ایزو تعاملاتو ته ګروهمن دی .  دوهمه دا چې  تهران اومسقط   په سیمې کې د شخړو  د رامینځةکونکو سیاستون ومخالف دی .

 د دغه ډول  کرغیړنو کړنو او چلندونو  یو عینی مثال ، دامریکا له سی بی ایس ټیلیویژنی چینل سره په خبرواترو کې د  سعودی عربستان د ولی عهد او دفاع وزیر  محمد بن سلمان   وروستۍ څرګندونې دی .  هغه   دایران په ضد  پخلو تپونکو  خبرو په دوام کې ، دایران اسلامی جمهوریت  چې تل  دسیمې دمشکلاتو  په حل کولو او  له خپلو ګاونډیانو سره  په ښو اړیکو پسې دی ، خطرنا ک بللی دی .

 دغه سیاستونه چې  دامریکا،عربستان او صهونیسټی رژیم   دمثلث له خوا  پلان او منظمې کیږی ،  په درو مشخصو موضوګانو متمرکز دی .  لومړی، د بالسټیک توغندیو  له آزموینو سره  مخالفت، دوهم ،  دایران دسیمه ایز ګواښ په توګه بریښول  او دریم هم ،  له ترهه ګرو ډلو  په ملاتړ د ایران تورونول .

 خو یوه  هغه پوښتنه چې نن سبا مطرح ده  داده چې  آیا ډونالډ ټرمپ  غواړی ، ایران   دخپلو سیمه ایزو  شخړو په لاره کې  راولی ؟،  د دغې پوښتنې  په ځواب کې د امریکا یوه تکړه شناندی اولیکوال  جیم والش    په همداوروستیو کې وئیلی دی ،  دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ   په دغو ادعاؤ او دسیسو جوړونو سره  هڅه کوی ، ایران   سختو عکس العملونو ته اړباسی  څو  په دې رودې سره ایران  په سیمې کې د شخړې اوبحران  په رامینځةکونې تورن کړی  او وروسته په همدې پلمې سره   له جامعې ایټمی موافقې    وتل توجیه کړی . 

 البته  په جامعې ایټمی موافقې کې  په بشپړ ډول  اټکل شوی چې  که ایران  له  خپلو اقتصادی ګټو  استفاده ونه کړائ شی ، نو  بیا څه  اقدامات کولی شی . همداراز  ایران دخارجه وزارت  دسیاسی اونړیوالو مطالعاتو د مرکز مشر  سید محمد کاظم سجاد پور هم  دترکیې   دانقرې  په توب آنکارا پوهنتون کې  د جامعې ایټمی موافقې  په باب  په یوې تحلیلی غونډې کې  ټینګار کړی  دی ،  جامعه ایټمی موافقه   دایران او امریکا ترمینځ کومه   موافقه  نه ده ، بلکې  په نړیوالو معادلاتو کې د اغیزشیندونکو هیوادونو ترمینځ   دنړیوالو حقوقو یو سند  حسابیږی  چې   له یوه یا دوو هیوادونو سره هیڅ اړه نه لری  او دغه نړیواله  موافقه  چې دملګروملتو  دامنیت شورا له خوا هم تصویب شوی ، یو نړیوال  حیثیت او باؤر لری .