اروپا د مهمو پریکړو د کولو توان نه لري
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وویل: اروپا تل ښودلې ده چې د مهمو پریکړو لپاره ضروري توانمني نه لري.
علاء الدین بروجردي نن د ایران د میزائل پروګرام خلاف د نویو بندیزونو د لګولو لپاره د فرانسې، جرمني او بریطانیې د وروستۍ پریکړې په غبرګون کښې څرګنده کړه: اروپايي هیوادونه که د امریکې د خوشحالولو لپاره د ایران اسلامي جمهوریت بایکاټ کړي نو دا به هغه ډیره بده طریقه وي چې د امریکې د دباؤنو په وړاندې به د اروپايانو کمزوري څرګنده کړي.
د ویلو ده چې جرمني، فرانسې او انګلستان د ایران او ۵+۱ ډلې په ایټمي موافقه کښې پاتې کیدو ته د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هڅولو په ادعا سره اروپايي اتحادیې ته وړاندیز کړی چې په ایران باندې ځیني داسې نوي بندیزونه ولګوي چې له مخې یې د ایران په ایټمي پروګرام او په سوریه کښې د تهران په فعالیتونو کښې دخیل کسان په نښه شي.
د ایران د پارلیمان د ملي امنیت د کمیشن مشر ټینګار وکړ چې د داسې پریکړې عملي کیدل به له اروپا سره د ایران په اړیکو ډیره سخته خرابونکې اغیزه ولري.