اروپايي اتحادیه د برجام ساتنې ته هوډمنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67756-اروپايي_اتحادیه_د_برجام_ساتنې_ته_هوډمنه_ده
د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مسئولې د برجام د ساتلو لپاره د دې اتحادیې په هوډ ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 20, 2018 02:08 Asia/Kabul
  • اروپايي اتحادیه د برجام ساتنې ته هوډمنه ده

د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مسئولې د برجام د ساتلو لپاره د دې اتحادیې په هوډ ټینګار وکړ.

فډریکا موګریني پرون د اروپا د خارجه وزیرانو د شورا د غونډې په پاې کښې یوه خبري ناسته کښې ټینګار وکړ چې د برجام ایټمي موافقې بشپړه اجرا د اروپايي اتحادیې لپاره ډیر سټراټیجک اهمیت لري او دا اتحادیه د یادې موافقې د ساتنې په لړ کښې یوموټې ده.

هغې همداشان امریکې ت په یو ضمني خبرداري کښې وویل: اروپايي اتحادیه چمتو ده چې د ضروت په بڼه کښې (په برجام کښې) د خپلو ګټو ساتنه وکړي.

میرمن موګریني زیاته کړه چې اروپايي اتحادیه همداشان له ایران سره د خبرواترو له لارې د توغندوي موضوع او سیمه ایزو مسایلو په شان د نورو موضوعاتو د څیړلو غوښتونکې ده خو دا کار باید د برجام (ایټمي موافقې) له چوکاټه بهر وشي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې د دغې اتحادیې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې له پیلیدو مخکښې ویلي وو چې په دې غونډه کښې د ایران خلاف د نویو بندیزونو د لګیدو لپاره هیڅ وړاندیز نه مطرح کیږي.