دعربستان د ولی عهددروغ دترهه ګروډلو په راپنځولوکې خپل رول نشی پټولی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67770-دعربستان_د_ولی_عهددروغ_دترهه_ګروډلو_په_راپنځولوکې_خپل_رول_نشی_پټولی
دسعودی عربستان ولی عهد بیګا دامریکا له این بی سی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې دایران په ضد په یولړ څرګندونو کې مدعی شوی ، ایران د القاعدې ډلې د وخت دمشر اسامه بن لادن دزوی پشمول د دغې ترهه ګرې ډلې مشران ساتی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 20, 2018 12:01 Asia/Kabul
  • دعربستان د ولی عهددروغ دترهه ګروډلو په راپنځولوکې خپل رول نشی پټولی

دسعودی عربستان ولی عهد بیګا دامریکا له این بی سی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې دایران په ضد په یولړ څرګندونو کې مدعی شوی ، ایران د القاعدې ډلې د وخت دمشر اسامه بن لادن دزوی پشمول د دغې ترهه ګرې ډلې مشران ساتی .

زمونږخبریال راپورراکړ د ایران دخارجه وزارت ویندوی  بهرام قاسمی    پهایران کې د القاعدې  دمشرانو دشتون په باب  دسعودی عربستان دولی عهد  ادعا  ستر دروغ بللی او روښانه ئې کړې ده ،  محمد  بن سلمان   پر نورو د خبرو په  تپنو سره   دترهه ګرو ډ لو په راپنځولو کې د  آل سعود رژیم  دواکوالانو پر رول برغولی نشی کیښودلی .

  دسعودی عربستان  ولی عهد بیګا دامریکا له این بی سی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې  دایران په ضد په یولړ څرګندونو کې مدعی شوی ،  ایران د   القاعدې ډلې د وخت دمشر اسامه بن لادن دزوی پشمول د دغې ترهه ګرې ډلې  مشران ساتی .

  بهرام قاسمی  دمحمد بن سلمان   د  دغو ناعاقلانه او  له وهمه  ډکو څرګندونو په غبرګونو کې  وئیلی دی ،   په افغانستان  دامریکا دحملې  په لومړنیو کلونو   او    د القاعدې  د وګړو  دتښتې او   په سیمې اوعربستان کې د هغوی  دځینو  ترهه ګرو د شتون په هماغه لومړنیو کلونو کې   له هغو یو شمیر  په غوښتی اوناغوښتی توګه  او په غیر قانونی  توګه  له افغانستان سره  دایران  د ځینو  اوږدو پوله ایزو لارو  په وسیله  ایران   ته وارد شوی چې  البته نیول شوی او  د هغوی  د مدرکونو او تابعیّت په تناسب سره  خپلو حکومتونو ته سپارل شوی دی .

دایرن دخارجه وزارت ویندوي  وئيلي ،  داسامه بن  لادن  دکورنۍ ځیني  نیول شوي غړي ، چې  د سعودي تابعیّت او   مدرکونو  د درلودلو په دلیل    دعربستان  حکومت له دغې موضوع  خبر کړائ شوی   ؤ چې  دهغوي په غږملتیا سره  د اسامه بن لادن لور  په تهران کې دسعودي عربستان   سفارت ته سپارل شوي وه .  قاسمي  زیاته کړې ، دسعودي چارواکو نظر دا ؤ چې   دبن لادن  د کورنۍ نور غړي  هم  له  هماغې سرحدي لارې چې  دوي ورخیني په غیر قانوني توګه  ایران ته واردش وي وو، وویستل شي چې  دهغوي دغوښتنې په اساس همداسې شوي  دي .

 دایران دخارجه وزارت ویندوي  ددې خبرې په کولو سره چې  دسندونو په اساس،  القاعدې ترهه ګره ډله  دعربستان داطلاعاتي اورګانونو  په وسیله راپنځول شوي  ده ووئيل ؛  د ۲۰۰۱کال د ستمبر دیولسمې  نیټې د پيښې په باب  د امریکایانو  برابر شوی راپور   ښئ ، ډیر هغه چارواکي او  کسان چې همدااوس په سعودي عربستان کې  په بیلابیلو څوکیو    په واک کې دي ،  په دغې پيښې کې ئې  ښکاره رول درلودلی دی .