سعودی عربستان دترهګرۍ اصلی سرچینه دی
-
ایران له ترهګرۍ او سرزورۍ سره د مبارزې لپاره پرله پسې هڅې کړي دي .
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت دباندنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی دامریکا په بروکینګز انسټی ټیوشن(Brooking Institution) کښې د سعودی عربستان دبهرنیو چارو د وزیر چټی خبرو ته په غبرګون کښې نن سهار وویل سعودی عربستان په سیمه او نړۍ کښې د بې ثباتۍ ، سرزورۍ ، ناامنۍ او دترهګرۍ اصلی سرچینه او دودونکی دی .
د عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر په تیرې پنجشنبې ورځ دامریکا په بروکینګز انسټی ټیوشن(Brooking Institution) کښې دایران اسلامی جمهوریت چې په سیمه کښې له ترهګرو سره د مبارزې یو (۱)اصلی قطب دی له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی او ادعا یې وکړه ایران دسیمې ستر مشکل دی .
دایران اسلامی جمهوریت د عراق او دسوریې په رسمی غوښتنه په دغو دوو(۲) هیوادونو کښې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د پوځی سلاکارانو په سویه مرسته کوی داسې اقدام چې امریکا، صهیونیسټ رژیم او عربستان یې نه خوښوی .
د سعودی عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر دغه راز په یمن کښې د خپل هیواد جنایتونو او یرغل ته له اشارې پرته ادعا وکړه چې دیمن د کړکیچ یوازنې حل لاره له سیاسی بهیر څخه استفاده ده .
دایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی ټینګار کړ د سعودی عربستان دبهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په داسې حال کښې د سیمې په تیره بیا دیمن دکړکیچ د سیاسی حل لارې خبره کوی چې عربستان څه دپاسه درې (۳)کاله کیږی ټول سیاسی نوښتونه له بندون سره مخ کړی دی او دیمن له مظلومو او قحطۍ وهلو خلکو سره په تاوتریخوالی ، بمباریو او حملو سره خبرې کوی .
هغه وویل ایران تل په سیمه او نړۍ کښې د ثبات ، امنیت ، ارامښت او د سولې له ټینګیدا سره دمرستې او له ترهګرۍ او سرزورۍ سره د مبارزې لپاره پرله پسې هڅې کړی دی .