آل سعود دې له تاریخه عبرت واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i68028-آل_سعود_دې_له_تاریخه_عبرت_واخلي
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال د عربستان د نیواکګرۍ خلاف د یمن د خلکو د مقاومت د څلورم کال پیلیدو ته په اشارې سره، آل سعود ته په خطاب کښې وویل: له تاریخه عبرت واخلئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2018 10:29 Asia/Kabul
  • آل سعود دې له تاریخه عبرت واخلي

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال د عربستان د نیواکګرۍ خلاف د یمن د خلکو د مقاومت د څلورم کال پیلیدو ته په اشارې سره، آل سعود ته په خطاب کښې وویل: له تاریخه عبرت واخلئ.

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر مرستیال د عربستان د نیواکګرۍ خلاف د یمن د خلکو د مقاومت د څلورم کال پیلیدو ته په اشارې سره، آل سعود ته په خطاب کښې وویل: له تاریخه عبرت واخلئ.

د ایرنا د خبر له مخې حسین امیر عبداللهیان په خپل یو ټویټ کښې ولیکل: عادل الجبیره! پوره درې کاله مخکښې د یمن خلاف د تیري په پیل کښې دې په جده کښې ماته وویل: وبه وینې چې له درې اونیو په لږ وخت کښې به سعودي، د یمن په شمال کښې انصار ا... نابود کړي.

خبر زیاتوي چې د یمن خلکو په داسې حال کښې د خپل مقاومت دریم کال سر ته ورسوه چې په دغه هیواد د عربستان او د هغه د انډیوالانو تیري د لسګونه زرو یمنیانو د مرګ ژوبلې او همداشان د میلیونونو بې وزلو خلکو له بې کوره کیدو او د یمن د بیخ بیناؤ له ورانیدو پرته بله نتیجه نه ده لرلې.