بریتانیا په یمن کښې د رامینځته شویو جنګي جنایتونو مسئوله ده
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: ښه به دا وي چې لندن د نورو د ملامتولو او د یمن په مظلومو او بې دفاع خلکو باندې په تپلي جنګ کښې له خپل مسئولیته د تیښتې پر ځاې په دغه ړوند جنګ کښې خپله فرصت غواړې او ګټه لټونکې کړنلاره زر تر زره پاې ته ورسوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند د ایران خلاف د دوو بریتانیايي وزیرانو په ګډه خبرپاڼه کښې د لیکل شویو تورونو په دردولو سره، په یمن کښې رامینځته شویو جنګي جنایتونو کښې د بریتانیا د رول یادونه وکړه او له لندنه یې وغوښتل چې دا فرصت غواړې او ګټه لټونکې کړنلاره بنده کړي.
بهرام قاسمي بیګا په عربستان باندې د وسلو د خرڅولو او ورسره د لاجسټکي او اطلاعاتي مرستو کولو له لارې په یمن کښې په ترسره شویو جنګي جنایتونو کښې د لندن نیغ په نیغه مسئولیت ته په اشارې سره څرګنده کړه: بریتانیا په نورو باندې د تور پورې کولو په پوزیشن کښې نه ده.
د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: ښه به دا وي چې لندن د نورو د ملامتولو او د یمن په مظلومو او بې دفاع خلکو باندې په تپلي جنګ کښې له خپل مسئولیته د تیښتې پر ځاې په دغه ړوند جنګ کښې خپله فرصت غواړې او ګټه لټونکې کړنلاره زر تر زره پاې ته ورسوي.
یاده دې وي چې د بریتانیا خارجه وزیر بوریس جانسن او د دغه هیواد د نړیوالې پراختیا وزیر پِني مرډانټ پرون په یوه ګډه خبرپاڼه کښې ادعا کړې چې ایران یمن ته وسلې لیږي.