د برجام د ګډوډولو په اړه د صالحي خبردارے
د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر هغو خواو ته چې په برجام موافقه کښې د بدلون کوشش کوي خبردارے ورکړ چې دا دول اقدام به بې ځوابه پاتے نه شي.
د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر علي اکبر صالحي د دغې ادارې له کارکونکو سره د نوروزي کتنې په مراسمو کښې زياته کړه، دښمنان پکار دي پوه شي چې د برجام ستنېدو په حالاتو کښې سره له دې چې ايران هيڅکله د داسې حالاتو په لټه کښې نه دے يو خاص حالت به رامنځته شي.
صالحي زياته کړه، ايران په جدي توګه د خپلو ملي ګټو او حاکميت د ساتلو په لټه کښې دے خو له برجامه د امريکې د وتلو او د اروپا او د نورو سترو قوتونو د شاتګ په صورت کښې به په قطعي يقين سره ايران بل شان عمل وکړي.
د ايران او پينځه جمع يو ډلې اېټمي موافقه د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ څخه اجرا شوې ده خو د امريکې حکومت د دغې ډلې د يو غړي په توګه تل د برجام په اجرا کښې بدقولي کوي.