ظريف: ايران او نخجوان د تعلقاتو د پراختيا لپاره زيات ظرفيتونه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i68634-ظريف_ايران_او_نخجوان_د_تعلقاتو_د_پراختيا_لپاره_زيات_ظرفيتونه_لري
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير وويل، د ايران او آذربائيجان جمهوريت او نخجوان خودمختاره جمهوريت په ټولو زمينو کښې ښه پرمختګ کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2018 09:05 Asia/Kabul
  • ظريف: ايران او نخجوان د تعلقاتو د پراختيا لپاره زيات ظرفيتونه لري

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير وويل، د ايران او آذربائيجان جمهوريت او نخجوان خودمختاره جمهوريت په ټولو زمينو کښې ښه پرمختګ کوي.

محمد جواد ظريف نن د نجوان خودمختاره جمهوريت د عالي شورا له مشر واصف طالب اف سره په کتنه کښې وويل: د دواړو خواو ترمېنځ د برېښنا کوټ او بند جوړونط د پروژې اجرا عملي شوې ده.

د ايران خارجه وزير واضحه کړه، د صنعتي مال ساتنې، روغتيا، د درملو د پوره کولو او درمل جوړونې د موسسو د جوړولو، د ډاکټرانو او طبي سازوسامانونو د لېږلو، سياحت، د ټرانسپورټ اسانتيا، د خوراکي او توليدي صنائعو د ګډو ملګرتياو د پراختيا لپاره ښې زمينې موجودې دي.

د ايران خارجه وزير تاکيد وکړ، د بېنکي، مطالعاتي او د محصيلينو د تبادلې د تعلقاتو پياوړتيا او همدارنګ د نخجوان جمهوريت او ايران د ختيځي او لويديځي آذربائيجان ترمېنځ د صوبائي تعلقاتو زياتوالے او د تګ راتګ پراختيا ضروري ده.

د نخجوان خودمختار جمهوريت د عالي شورا مشر واصف طالب اف هم په دغه کتنه کښې له ايران سره د تعلقاتو پراختيا ته اشاره وکړه او وې ويل، د ايران او نخجوان جمهوریت خلق د پولو دواړو خواو ته په اسانۍ سره تګ راتګ کوي او د سېلانيانو شمېر زيات شوے دے او ايراني محصيلين بې له څه مشکله په نخجوان جمهوريت کښې زدکړو ته دوام ورکوي.محمد جواد ظريف د نخجوان خودمختاره جمهوريت د چارواکو په رسمي بلنه دغه جمهوريت ته سفر کړے دے.