د ایټمي موافقې هرډول خلاف ورزي نړیوال نظام زیانمنوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i68990-د_ایټمي_موافقې_هرډول_خلاف_ورزي_نړیوال_نظام_زیانمنوي
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند د ایټمي موافقې (برجام) هر ډول خلاف ورزي کونکی اقدام نړیوال نظام او د هغه لوبغاړو ته یو ګوذار وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2018 14:45 Asia/Kabul
  • د ایټمي موافقې هرډول خلاف ورزي نړیوال نظام زیانمنوي

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند د ایټمي موافقې (برجام) هر ډول خلاف ورزي کونکی اقدام نړیوال نظام او د هغه لوبغاړو ته یو ګوذار وباله.

بهروز کمالوندي نن په بیجنګ کښې د ایران او چین د نړیوالو ایټمي ملګرتیاو په  کانفرنس کښې زیاته کړه: که برجام ته ګواښ پیښ شي نو د حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او د ایټمي وسلو د ختمونې د نړیوالو ارګانونو لپاره به بدې پایلې ولري.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند وویل چې د برجام (ایټمي موافقې) بریمنه اجرا به په نړیواله ټولنه کښې د صلحې او ارامښت د ژورتیا سبب شي.

کمالوندي څرګنده کړه: د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس ګڼ رپورټونه د ایران لخوا د ژمنو په اجرا کیدو ټینګار لري او دا د خپل ایټمي فعالیتونو د صلحه ایز ماهیت د څرګندولو لپاره د ایران د ښه نیت نښه ده.

هغه همداشان په دې خبرې سره چې ایران په مختلفو برخو کښې له خپلو بهرنیو انډیوالانو سره کامیابې نړیوالې ملګرتیاوې پیل کړې دي، وویل: ایران نن سبا په بوشهیر کښې د دوو نویو سلاکوټونو د ګډې جوړونې، په فردو کښې د پایداره آیزوټوپ د تولید او د اراک د درنو اوبو د ري ایکټر د بیا ډیزایننګ او بیاجوړونې لپاره له چین سره د نزدې ملګرتیا په حال کښې دی.