ظریف د تاجکستان له ولسمشر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69298-ظریف_د_تاجکستان_له_ولسمشر_سره_وکتل
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په دوشنبه کښې د تاجکستان له ولسمشر سره وکتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2018 16:14 Asia/Kabul
  • ظریف د تاجکستان له ولسمشر سره وکتل

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په دوشنبه کښې د تاجکستان له ولسمشر سره وکتل.

محمد جواد ظریف چې تاجکستان ته په سفر تللی، نن یې د دغه هیواد له ولسمشر امامعلي رحمان سره وکتل او په ټولو برخو کښې یې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر او د تاجکستان ولسمشر په دغه ملاقات کښې د دواړو هیوادونو پریمانه مشترکاتو ته په اشارې سره په مختلفو سیاسي، اقتصادي، کلتوري او د انرجۍ او ټیکنالوجۍ په برخه کښې د دوه اړخیزو اړیکو او ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن د یو سیاسي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي ملګرتیا سازمان (اکو) د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په درویشتمه غونډه کښې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمینې ته تللی دی.