امریکا پر خپلو ژمنو پابنده نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69868-امریکا_پر_خپلو_ژمنو_پابنده_نه_ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: له ایران سره شوې ایټمي موافقې د امریکې وتل به ثابت کړي چې واشنګټن پر خپلو ژمنو پابند نه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2018 06:16 Asia/Kabul
  • امریکا پر خپلو ژمنو پابنده نه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: له ایران سره شوې ایټمي موافقې د امریکې وتل به ثابت کړي چې واشنګټن پر خپلو ژمنو پابند نه دی.

محمد جواد ظریف پرون په نیویارک کښې (ای، پي، ټي، این) ټیلیویژني چینل ته په یوه مرکه کښې څرګنده کړه: که امریکا له ایران سره له شوې ایټمي موافقې (برجام) نه ووځي نو احتمال شته چې ایران به هم دغه کار وکړي.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: له برجامه د امریکې د وتنې په بڼه کښې به ایران د ۲۰۱۵ کال د ایټمي موافقې په اساس نړیوالو ژمنو پابند پاتې نه شي او د زیاتو یورانیمو  په پخولو باندې د دغې موافقې له مخې له لګیدلو محدودیتونو به آزاد شي.

ظریف ټینګار وکړ چې له برجام (ایټمي موافقې) د امریکې په احتمالي وتنې سره د دغه هیواد ولسمشر نړیوالو ته ښايي چې امریکا د باور وړ او معتبر مذاکره کونکې شریکه نه ده.