ولايتي: ايران داسې برجام نه مني چې په ضرر يې وي
په نړيوالو چارو کښې د معظم رهبر صلاحکار وويل: د ډونالډ ټرمپ د راضي کولو لپاره د اروپايانو کوشش په عملي توګه برجام بې خاصيته کوي او ايران دې ته تيار نه دے چې يو داسې برجام چې په ضرر يې وي ومني.
ډاکټر علي اکبر ولايتي نن په مشهد مقدس ښار کښې د معظم رهبر د نمائندګۍ د ادارې د چارواکو او مرستيالانو د سراسري څلوېښتمې غونډې تر څنګه وويل: که اروپايان وغواړي له يوې د برجام استحکام تر پوښتنې لاندې راولي او له بلې خوا هم هغه بنديزونه چې په په برجام کښې يې لغو کړل د توغنده اي دفاع يا د ايران روا سيمه ايز شتون په بهانه دوباره برقرار کړي، په عملي توګه به برجام په بې خاصيته کړي.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د نړيوالو چارو صلاحکار په دې باندې په تاکيد سره چې پکار دي په عيني توګه هم هغه ډول چې پ ليکل شوي دي عمل وشي او د دې په غېر صورت کښې د ايران د اسلامي جمهوريت لاسونه د تلافۍ لپاره خلاص دي، واضحه کړه که اروپايان وکړې شي له امريکايانو سره غاړه کيږي او د امريکې ولسمشر په برجام کښې پاتې کېدو ته راضي کړي نو دغه پاتې کېدل که د په بله نامه د بنديزونو د پاتې کېدو په بيه وي د ايران اسلامي جمهوريت به يې ونه مني.
ولايتي د برجام په قضيه کشې د امريکايانو بدقولۍ ته په اشارې سره وويل: زماد فکر مطابق د پردې شا ته د امريکې او اروپا ترمېنځ کار وېشل شوے دے، فرانسويان وائي ايران پکار نه دي توغنده اي دفاع ولري او برطانويان د ايران په روا سيمه ايز شتون معترض دي.