د ايران د فوځ عمومي قوماندان: اروپايان د امريکې لخوا دهوکه خوري
د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ عمومي قوماندان وويل: د امريکې په مشرۍ د سلطې نظام د ايران له اسلامي انقلاب سره په مقابل کښې دے.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې جنرل سيد عبدالرحيم موسوي نن د ځوان سرباز نومې فېسټيوال ترڅنګه د خبريالانو په ټول کښې د ايران د دفاعي توان او پروګرام په باره کښې د اروپائي چارواکو د وروستيو څرګندونو په ردعمل کښې وويل: د امريکې په مشرۍ د سلطې نظام له اسلامي انقلاب سره په مقابله کښې دے او يو شمېر هغه هېوادونه چې د امريکې پېروي کوي د دغه هېواد لخوا دهوکه خوري.
د ايران د فوځ عمومي قوماندان زياته کړه، د سلطې نظام يوه ورځ د اېټمي خبرو اترو موضوع مطرح کوي او بله ورځ د بشري حقوقو خبره کوي او نن د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاعي او توغنده اي توانمنيو په سر د خبرو اترو په اړه غږيږي چې دا موضوع څه نوې موضوع نه ده.
جنرل موسوي همدارنګ د سرباز ځوان نومې فېسټيوال کښې د سرباز وجود او شتون امنيت رامنځته کونکے او د ملي قوت او دفاع کونکے وبلۀ او وې ويل، سربازۍ تل د خلقو په نظر کښې خاص مقام لرلے دے، خو اسلام له هر څه بالاتر سربازي عبادت بولي چې د ټولنې د امنيت او پائېدارۍ سبب ګرځي.
د حضرت علي اکبر (ع) د ميلاد له کليزې سره په يو وخت د وسله والو ځواکو د لوړ رتبه قوماندانانو په ګډون سره سرباز ځوان نومې ملي فېسټيوال په تهران کښې جوړ شو.