د حکومت ویاند: د ایران د ګټو خلاف هیڅ بندیز نه زغمو
Apr 28, 2018 14:03 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویاند وویل: د ایران د ګټو خلاف هیڅ بندیز نه زغمو او له دغو ټولو سره به مقابله وکړو.
محمد باقر نوبخت د یوشمیر هغو خبرونو په غبرګون کښې چې اروپایانو امریکا ته ویلي له برجامه د نه وتلو په بڼه کښې به د ایران خلاف یوشمیر بایکاټونه ولګوي، څرګنده کړه: اروپایانو په ټولو غونډو کښې پر برجام (ایټمي موافقې) باندې په خپلې پابندۍ ټینګار کړی او هیڅ یو هغه بندیز چې د دغې موافقې په وجه ځنډیدلی یا لغوه شوی دی، بیا نه راستنیږي او تراوسه هم، دغسې شوي دي.
د ایران د حکومت ویاند زیاته کړه: که اروپایان یا امریکایان د نورو موضوعاتو په اړه ځینې پلمې ولري، په پریکنده توګه به ورته غبرګون څرګند کړو.
ټیګونه