ایران له روسیې سره نړیواله ملګرتیا جاري ساتي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i70106-ایران_له_روسیې_سره_نړیواله_ملګرتیا_جاري_ساتي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د روسیې له هغو ملاتړونو خوښ دی چې د نړیوالو حقوقو په بنیاد یې له ایران څخه په تیره بیا د برجام په حمایت کښې کوي او دا ملګرتیا به دوام ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2018 14:14 Asia/Kabul
  • ایران له روسیې سره نړیواله ملګرتیا جاري ساتي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د روسیې له هغو ملاتړونو خوښ دی چې د نړیوالو حقوقو په بنیاد یې له ایران څخه په تیره بیا د برجام په حمایت کښې کوي او دا ملګرتیا به دوام ولري.

ایرنا لیکلي چې محمد جواد ظریف نن په ماسکو کښې له ترکیې سره د درې اړخیزې غونډې له کیدو مخکښې د روسیې له خارجه وزیر سرګئي لاوروف سره په کتنه کښې څرګنده کړه: ایران او روسیې د سیمه ایزې او نړیوالې صلحې او له ترهګرۍ سره د مبارزې د پياوړتیا په لاره کښې په خپلو کښې ښه ملګرتیا درلوده چې په نتیجه کښې یې داعش ترهګرې ډلې ماتې وخوړله.

د ایران خارجه وزیر همداشان د برجام (ایټمي موافقې) په وړاندې د امریکې لوظ ماتونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: هغو اقداماتو او نامناسبو وړاندوینو ته په پام سره چې د برجام ځیني غړي یې لري، د تهران او ماسکو خبرې اترې او همفکرۍ ډیرې مهمې او ارزښتناکې دي.

په دغه کتنه کښې د روسیې خارجه وزیر سرګئي لاوروف هم په دې خبرې سره چې تهران او ماسکو په سیمه ایزو مسائلو په تیره بیا د خزر سمندرګي په لړ کښې موثره او ګټه وره ملګرتیا لري، وویل: ایران او روسیه په نړیوالو برخو په تیره بیا د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره د آستانه د خبرواترو په لړ کښې په خپلو کښې ګټه وره ملګرتیا لري او ماسکو د دې ملګرتیا په وجه د تهران قدرونه کوي.

هغه همداشان وویل چې برجام (د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ شوې ایټمي موافقه) نن سبا په اندیښمنونکو شرایطو کښې ده.