ظريف: د فارس خليج امنيت پکار دي له داخل څخه ټينګ شي
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير تاکيد وکړ: فارس خليج يوه مهمه سيمه ده چې پکار دي د همکارۍ او امنيت ټينګښت بنياد يې له داخل څخه وي.
محمد جواد ظريف نن په يو پېغام کښې د اپرېل د دېرشمې نېټې يعنې د فارس خليج د ملي ورځې د مبارکۍ په ويلو سره وويل: د سيمه ايزو خبرو اترو د ټولنې د جوړولو د آئيډيا عملي لار يوازې د خبرو اترو، ملګرتيا او اعتماد جوړونې له لارې امکان لري.
د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې فارس خليج يوه سمندري سيمه نه ده واضحه کړه، دا يو تاريخي او زرکلن حقيقت او يو ارزښتناک ميراث دے چې زمونږ له پلار نيکونو او د خواوشا سيمې د تېرو کسانو لخوا مونږ ته رسېدلےدے.
هغه زياته کړه، فارس خليج له ډېرو پخوانيو وختونو راهسې د انرجۍ او نړيوال تجارت حياتي رګونه په خپله سينه کښې ځاے کړي دي.