د ایټمی موافقې په اړه په دریو اروپایی هیوادونو باور ونکړئ
دغه کس له لسو زیاتو په ښکاره دروغو سربیره د ایران ملت او اسلامی جمهوریت هم وګواښه چی زه د ایران د ملت لخوا هغه ته وایم ، ته زمونږ هیڅ نشې کولې .
د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښور حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له دریو اروپایی هیوادونو سره د برجام د دوام په اړه ځینو خبرو ته په اشارې سره ټینګار وکړ له دریو اروپایی هیوادونو سره د خبرو اترو په اړه په دوی باید باور ونشی او د هر تړون لپاره باید واقعی او عملی تضمینونه واخلئ کنی په دې بڼه حرکت ته دوام نشو ورکولې .
دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن سهار د استاد د اونۍ په مناسبت له زرګونو کلتوری چارواکو او محصلینو سره په کتنې کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د بیګانیو سپکو او ناوړه خبرو ته په اشارې سره وفرمایل دغه کس له لسو زیاتو په ښکاره دروغو سربیره د ایران ملت او اسلامی جمهوریت هم وګواښه چی زه د ایران د ملت لخوا هغه ته وایم ، ته زمونږ هیڅ نشې کولې .
حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای جوته کړه د امریکایانو دوامداره ، ژوروه او نسکورونکی دښمنی ، له ما یا د هیواد له نورو مسولانو سره نده بلکې دا دښمنی له اسلامی نظام اوهغه ملت سره ده چی دغه نظام یې خوښ کړی دی او د هغه په لاره کی حرکت کوی .
د رهبرۍ ستر مقام د دفاعی توان او د ایران د سیمه ایز شتون په اړه د امریکا پلمو ته په اشاری ټینګار وکړ که سبا اعلان وکړئ چی نور توغندې نه تولیدوو یا د هغو واټن محدودوو ، نو دا مسله نه ختیمیږی او حتما یوه بله پلمه او خبره به مطرح کوی ، ځکه چی له مونږ سره د هغو جګړه اساسی ده او امریکا د اسلامی جمهوریت له اصل سره مخالفه ده .
دوی د دغې سختې دښمنۍ اصلی علت ، د اسلامی انقلاب بریالیتوب ، د اسلامی جمهوریت جوړیدا او له ایرانه د امریکایانو لاس لنډیدا وباله او زیاته یې کړه چی هغو غواړی چی نظام تباه او یو ځل بیا د مهمو زیرمو او سټراټیجیک موقعیت لرونکی ایران باندې حکومت وکړی . د اسلامی انقلاب معظم لارښود زیاته کړه امریکایان داسې نوکران غواړی چی د سیمې د ځینو هیوادونو د واکوالانو په شان یوازې اطاعت وکړی ، خو اسلامی جمهوریت خپل عزت او ایرانې ملت هغو ته ورښي او دا عظمت او سرلوړی هغو لپاره د زغملو نده .
حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای هغه لیک ته په اشارې سره چی ټرمپ څو ورځې وړاندی د فارس خلیج هیوادونو واکوالانو لپاره استولې دې ، زیاته کړه د امریکا ولسمشر په لیک کې دغو هیوادونو ته حکم ورکوی چی دا کارونه وکړئ او دا کارونه ونکړئ ، هغو غواړی چی له اسلامی نظام سره هم دغه ډول کړچار وکړی خو نشی کولې ځکه چی اسلامی جمهوریت په قاجار او پهلوی پړاونو کې د هیواد او ملت ذلت په عزت ، خپواکی او مقاومت بدل کړی دی او له خپلو ملی ګټو نه تیریږی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ټرمپ سپک او ناوړه کړچار د تمې وړ وباله او زیاته یې کړه هغه کسان چی له ایرانی ملت سره یې دښمنیانې کولې ، اوس یې هډوکی تر خاورو لاندې دی خو د ایران اسلامی جمهوریت ولاړ دې .